fbpx

افغان معلولینو انګلستان ته په خپل کور کې ستره ماته ورکړه

خبریال وېبپاڼه/ ۷ اګست ۲۰۱۹ – د انګلستان په کوربه توب د معلولینو د نړیوال سیریز په دوام افغان معلولینو ملي لوبډلې په خپله دریمه لوبه کې کوربه انګلستانۍ لوبډلې ته په اووه ویکټو ماته ورکړه.

د دغې سیالۍ پچه د انګلستان معلولینو ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې افغان لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو ستر هدف ټاکه.

د انګلستان معلولینو لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې یوازې یو لوبغاړي فلاین تر نورو ډیرې ۳۶ چټکې منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې محسن درې لوبغاړي وسوځول او ورسره شیرین اغا یو ځل بیا دوه د پیل مهم لوبغاړي په سرکې له مخې پورته کړل.

د افغانستان معلولینو ملي لوبډلې ټاکل شوی د ۱۶۰ منډو هدف ډیر په اسانۍ سره په ۱۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره افغان معلولینو د دې سیالیو دوهم پړاو ته لار پیداکړه.

د افغانستان معلولینو ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې محمد الله احمدزي نیمه سلیزه ووهله نوموړي ۵۶ منډې وکړې او ورسره کریمي ۳۹ منډې جوړې کړې چې د سیالۍ په ګټلو کې ښه رول ولوبه.

د معلولینو کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال نړیوال سیریز او یاهم نړیوال جام د کوربه انګلستان، پاکستان، بنګله دېش هندوستان او افغانستان ترمنځ پیل شوی دی.

افغان معلولینو له دې وړاندې بنګله دېش او پاکستان ته هم په ستر ستر توپیر سره ماتې ورکړې وې چې یوازې په لومړۍ پړاو کې له هند سره سیالي پاتې ده.

په نړیوال سیریز کې د دغې بریا سره افغانستان په جدول کې لومړی مقام پوښ کړ که چېرته افغان معلولینو ملي لوبډله په خپل مقام کې پاتې شي، نو نېغ په نېغه به د دې ټورنمنټ پایلوبې ته لار پیداکړي.

د یادولو ده که چېرته افغانستان خپله وروستۍ لوبه هم له هنده وګټي، نو بیا نېغ په نېغه د دې سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کوي.

Loading...