fbpx

د داعش د مشر نوی ځای ناستی څوک دی؟

خبریال وېبپاڼه / ۸ اګست ۲۰۱۹ ـ داعش ته اړوند اعماق خبري اژانس خبر ورکړی چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي یو بل داعشی عبدالله قرداش د خپل ځای ناستي په توګه ټاکلی دی. تر دې مخکې داسې اوازې وې چې ابوبکر البغدادي به له خپلو دوو مرستیالانو ایاد الجمیلي او ایاد العبیدي څخه یو د خپل ځای ناستي په توګه وټاکي، خو البغدادي بیا په عبدالله قرداش لاس ایښی او خپل ځای ناستی یې ټاکلی دی.
په تېرو څو کلونو کې البغدادي ډېر نه ښکارېده او ډېره موده د نوموړي کوم عکس او وېډيو هم خپاره شوي نه و، ځکه داسې راپورونه هم پسې خپاره شول چې نوموړی وژل شوی دی، خو په روان کال کې نوموړی په یوې اتلس دقیقې وېډیو کې را څرګند شو او خلکو ته یې بیا ځان ور یاد کړ. د نوموړی په اړه دا هم ویل کېږي چې د ګوزن په ناروغۍ اخته شوی، ځکه یې د کارونو د مخ ته وړلو په خاطر عبدالله قرداش خپل ځای ناستی ټاکلی دی.
خو عبدالله قرداش څوک دی؟

عبدالله قرداش

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې قرداش د البغدادي له نېږدې کسانو څخه دی او کله چې نوموړی په موصل کې د داعش خلیفه و، قرداش یې یو له حاکمانو څخه و. نوموړی د ابو علا العفري ( د البغدادي د زخمي کېدو پر مهال د داعش مشر) نېږدې کس هم ګڼل کېږي او د نوموړي د ریاست په کمه موده کې یې ډېر واک ترلاسه کړ.
د عربي رسنیو په حوله د قرداش پلار یو مشهور سلفي خطیب و او له هغو لومړنیو کسانو څخه وو چې په موصل کې یې د البغدادي هرکلی وکړ.
د تسربیات وېبپاڼې د راپور په اساس قرداش یو ظالم ترهګر دی چې د داعش په غړو کې هم په ډېرې بې رحمۍ مشهور دی، خو پوښتنه دا ده چې البغدادي نوموړی ولې د خپل ځای ناستي په توګه ټاکلی دی؟
ډېر شنونکي په دې باور دي چې البغدادي له ډېرو ماتو او په عراق او سوریې کې د ډېرو سیمو له لاسه ورکولو وروسته خپله ستراتېژي بدله کړې ده او د قرداش انتخاب هم په همدې خاطر شوی دی.
شرق الاوسط ورځپاڼې څه موده مخکې په یوه راپور کې لیکلي و چې داعش غواړي د القاعدې په نقش قدم مخکې لاړ شي او البغدادي به ژر بن لادن ته ورته شي.
د دې عربي رسنۍ د تحلیل له مخې البغدادي پخوا یوه فاتحه ډله رهبري کوله چې د عراق او سوریې ډېره خاوره یې په لاس کې وه او ځان یې هم خلیفه ګاڼه، خو اوس هېڅ سیمه د البغداي په لاس کې نشته، نوموړی اوس یو څو ترهګر لري چې په ځانمرګو بریدونو کې ترې کار اخیستلای شي، په همدې خاطر نوموړی اوس بن لادن ته ورته شوی دی. بن لادن د ترهګرو ډلو د سوق او رهبري په خاطر چې په مختلفو سیمو کې یې فعالیت کاوه، د اړیکو د ساتلو او د دستوراتو د عملي کولو په خاطر تصویري فایلونه او وېډیوګانې هغوی ته ورلېږلې چې البغدادي دقیقاً همدغه کار اوس کوي.
ژباړه: د خبریال کاري ډله

Your SEO optimized title page contents