fbpx

د خپلواکۍ په ویاړ په لغمان کې د ښوونځي ډبره کېښودل شوه

خبریال وېبپاڼه / ۸ اګست ۲۰۱۹ – د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د هلکانو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې ښوونځي د ډبرې کېښودو په مراسمو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ، د ولايتي شورا رئيس، د پوهنې رئيس، قرغيو ولسوال، په ختيځ کې د یونسیار ادارې مشر، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د پوهنې رئيس عبدالله حميدي د معلوماتو له مخې ياد ښوونځی د ۸ تدريسي خونو، ۲ اداري خونو، ۵ تشنابونه، يوه حلقه د څښاک د اوبو څاه او ذخيره، ۶۴۳ متره طول په اندازې د احاطې دېوال درلودوونکی دی.

نوموړی وایي، ياد ښوونځی د يونسيار موسسې لخوا د (۱۴۳۰۹۱۰۳) افغانيو په مالي لګښت د شپږو مياشتو په موده کې په ۱۱ جریبه ځمکه کې جوړيږي.

په دغې مراسمو کې په ختیځ کې د یونسیار ادارې مسوول محمد شکيم وري وويل “خوشحاله دی، چې زده کړو ته زمينه برابره وي او زياته يې کړه يو هېواد هغه وخت د نور سره سيالي کولای شي، چې په تعليم کې پرمختللي وي.”

بلخوا د لغمان والي محمد اصف ننګ د کاکڅ ښوونځي د ودانۍ د چارو په پیل خوښې وښودله او زياته يې کړه ولسونه دې همکاري وکړي، ترڅو په نورو سيمو کې هم دې ته ورته نور ښوونځي جوړ شي.

په همدې مراسمو کې د سیمې اوسېدونکو ،قومي مشرانو او ځوانانو هم له مسوولینو خوښي وښودله چې دوی ته یې په دغه سیمه کې د زده کړو د زمینې برابرولو لپاره هڅه و کړه او د ښوونځي په ساتلو کې یې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.

Loading...