fbpx

حامد کرزی: پاکستان دې د کشمیر موضوع له افغانستان سره نه تړي

خبریال وېبپاڼه / ۸ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، له افغانستان سره د کشمیر موضوع غوټه کولو یا تړلو په تړاو د پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې پاکستان د افغانستان په تړاو خپل نظر نه دی تغییر کړی.

د حامد کرزي له مطبوعاتي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پاکستانی حکومت اوس هم په سیمه او افغانستان کې خپلو مهمو اهدافو ته د رسېدو لپاره ستراتیژیک عُمق سیاست ترسره کوي.

اعلامیه وړاندې لیکي، حامد کرزي له پاکستاني حکومته وغوښت چې د افغانستان او د کشمیر موضوع دې سره نه ګډوي، بلکې هغه په ښکاره ډول بېلابیل مسایل دي.

حامد کرزی وايي، د هند پورې د تړلي جمو کشمیر په تړاو د هند حکومت وروستیو تغییراتو ته هیله من دی، هغه ځکه چې کشمیریان د هند د وګړو په حیث له سولې او ښه ژونده برخمن شي.

یوازې دوه ورځې وړاندې د هند حکومت د دوی تر ولکې لاندې د کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۵ مه ماده چې له مخې کشمیر ته ازادي او خپلواکي ورکړل شوې وه له منځه یوړه او د یو ایالت په توګه یې وپېژنده چې له دې وروسته به په دې سیمه کې هره پرېکړه د هند په پارلمان کې د نورو سیمو په شان کېږي.

حامد کرزي وروسته له هغې دا غبرګون وښود چې پرون  د پاکستان په پارلمان کې د مخالفې سياسي ډلې مشر شهباز شريف ویلي و چې لومړۍ وزیر عمران خان له امريکا سره د کشمير پر سر معامله کړې.

نوموړی وايي چې عمران خان د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو په بدل کې پر کشمير معامله کړې، هغه وايي چې دا څنګه معامله ده چې په کشمير کې دې وينې بهېږي، خلک دې وژل کېږي خو په کابل کې دې د سولې لپاره خوشالۍ کېږي او محفلونه دې نيول کېږي.

شهباز شريف پرون ویلي وو. که کشمير کې جنګ وي، اور وي، ښځې او ماشومان وژل کېږي، نو په کابل کې به سولې ته هېڅ اجازه ورنه کړو او دا به ونه شي د شریف دغو خبرو په افغانستان او نړۍ کې ګڼ شمېر غبرګونونه را وپارولي دي.

ددغو څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ویلي، چې ولسمشر ټرمپ سره یې د کشمیر په هکله خاصې خبرې نه دي کړي. وايي یوازې په کشمیر کې یې د ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی چې اساسي هدف یې په سویلي اسیا کې اقتصادي وده او د کشمیرد ستونزې حل و.

Your SEO optimized title page contents