fbpx

هرات کې طالبانو د ملا رسول ډلې کسان وژلي دي

خبريال وېبپاڼه : ۸ اګست ۲۰۱۹ : هرات کې د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو طالانو او له دوی نه د يوې جلا شوې ډلې تر منځ نښته کې لږ تر لږه (۴۰) کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په دې جګړه کې ګڼشمير د هلمند هغه اوسېدونکي وژل شوي چې د ملا رسول ډلې پورې يې تړاو درلود. که څه هم دا جګړه دوه ورځې وړاندې شوې، خو د مرګ ژوبلې جزيات يې نن ترلاسه شول.

د دې مرګ ژوبلې په اړه په (بي بي سي) کې راپور خپور شوی دی، هغوی ادعا کوي چې يوې حکومتي سرچينې ورته ويلي: (( دغه کسان د همدې ولایت د ګذرې ولسوالۍ په کورټ کلي کې د طالبانو سره په جګړه وژل شوي دي.))

د مولوي رسول په مشرۍ له طالبانو د بېلې شوې ډلې یو قومندان ملک بازګل – چې وايي په همدې جګړه کي یې برخه درلودله منلې چې د دوی څلوېښت ملګري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ياد قومندان ادعا کوي چې د سرې قطعې په نوم د وسلوالو طالبانو يوې ډلې پر بريد کړی دی او څو ساعته يې دوام کړیږ

د دې ډلې يو بل مشر ملا منان نيازي طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، هغه وايي چې اتلس طالب وسلوال يې وژلي دي.

خو بل لور ته د ملا هبت الله په مشرۍ طالبان وايي چې وژل شوي د دوی کسان نه دي، بلکې حکومتي ملېشي دي چې په سيمه کې يې د سنګوريانو په نامه يادېدل.

د هلمند ولایتي شورا وایي ۴۰ مړي تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو ته راوړل سوي دي. ویل کېږی چي ډیری وژل شوي ځوانان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ هرات کې جګړه کیږي. وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته مرګونې نښتې رامنځته شوې دي خو دا د دوی ترمنځ په یوه جګړه کې تر ټولو لویه مرګ ژوبله ده چې پېښه شوې.

 

Your SEO optimized title page contents