fbpx

زاخېلوال: د کشمير اړوند د پاکستاني چارواکو خبرې مضرې دي

خبریال وېبپاڼه / ۹ اګست ۲۰۱۹ – په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخېلوال د کشمیر په تړاو د پاکستان د اوسنیو او پخوانیو چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې د کشمیر په قیمت په کابل کې سوله نه غواړي وایي، چې دا څرګندونې غیر مسئولانه، د غندنې وړ او مضرې دي.

افغان سفیر عمر زاخېلوال زیاتوي، په اوس وخت کې، چې سوله افعانانو ته تر ټاکنو هم مهمه او وړاندې ده او په دغې مهم او اساس وخت کې چې د سولې هوکړې ته خوشبیني ډیرې شوي دي پر ټاکنو ټینګار د سولې په هڅو منفي تاثیر کوي او له خنډ سره یې مخ کولی شي.

زاخېلوال داسې مهال د سولې لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د انصراف غوښتنه کوي، چې د سولې خبرې برخلیک ټاکونکي پړاو ته داخلې شوي او ښایي د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ تر هوکړې وروسته د طالبانو او افغان لوري ترمنځ خبرې پيل شي.

بلخوا پرون د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم پاکستاني چارواکو ته په غبرګون ویلي وو، له افغانستان سره د کشمیر موضوع تړلو په تړاو د پاکستاني چارواکو له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې پاکستان د افغانستان په تړاو خپل نظر نه دی تغییر کړی.

حامد کرزي ویلي وو، چې پاکستانی حکومت اوس هم په سیمه او افغانستان کې خپلو مهمو اهدافو ته د رسېدو لپاره ستراتیژیک عُمق سیاست ترسره کوي.

نوموړي له پاکستاني حکومته وغوښت چې د افغانستان او د کشمیر موضوع دې سره نه ګډوي، بلکې هغه په ښکاره ډول بېلابیل مسایل دي.

افغان سیاسیونو او چارواکو وروسته له هغې دا غبرګونونه ښکاره کړل کله چې د پاکستان په پارلمان کې د مخالفې سياسي ډلې مشر شهباز شريف ویلي وو، چې عمران خان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو په بدل کې پر کشمير معامله کړې.

شهباز شريف ویلي وو. که کشمير کې جنګ وي، اور وي، ښځې او ماشومان وژل کېږي، نو په کابل کې به سولې ته هېڅ اجازه ورنه کړو او دا به ونه شي د شریف دغو خبرو په افغانستان او نړۍ کې ګڼ شمېر غبرګونونه را پارولي دي.

د یادونې وړ ده چې د هند او پاکستان ترمنځ یو ځل بیا کړکیچ په کشمیر کې هغه وخت رامنځته شو کله چې هند د جمو کشمیریانو څخه ازادي او خپلواکي واخیستله او د یو ایالت په توګه یې ونوموه.

Your SEO optimized title page contents