fbpx

قریشي: د کشمیر په سر له هند سره د جګړې امکان نشته

خبریال وېبپاڼه / ۹ اګست ۲۰۱۹ – د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې په اوسني اساس وخت کې د کشمیر په سر له هند سره د جګړې امکان نشته.

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له هغې پرېکړې وروسته چې د کشمیر د ځانگړي حیثیت یې ختم کړ او د یو عادي ایالت په توګه یې غوره کړ، نو په دغې پرېکړې پاکستاني حکومت سخت غبرګون وښود او د پوځ مشر یې هم ویلي وو چې د کشمیر په اړه به د خپل مسولیت پوره کولو په خاطر تر هره بریده پورې ورشي.

هند هم تر خپلې ولکې لاندې جمو کشمیر ته د یاد کړکیچ وروسته په زرګونه نور پوځیان لیږلي دي او د احتمالي برید له ویرې یې په زرګونه هندي او بهرني سیلانیانو ته رسمآ ویلي چې یاده سیمه دې پرېږدي، تر څو په ازادانه ډول سره وجنګیږي.

د کشمیر په سر وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د هېواد د ملي امنيت په غونډه کې یې د هندي سفیر په تړاو وروستۍ پرېکړه کړې او بیا یې د هند حکومت ته ويلي چې نور دې له پاکستانه خپل سفیر وباسي.

خو هند له پاکستانه غوښتي وو چې په دغه هېواد کې دې د دوی د سفیر بېرته لېږلږ او د اړیکو کمولو د یوې اړخیزې پرېکړه په تړاو بیا له سره کتنه وکړي.

د پاکستاني حکومت د وروستۍ پرېکړې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د هندي سفیر په تړاو د پاکستاني حکومت پرېکړه افسوس ناکه ده او وایي چې دا د سفارتي اړیکو ختمولو یوه اړخیزه پرېکړه ده.

وړمه ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د کشمیر د کړکیچ وروسته ویلي چې دوی به له هندوستان سره د سفارتي اړیکو کچه راکمه کړي، ورسره به دوه اړخیزه تجارت وځنډوي او نورو موضوعاتو په تړاو به بیا له سره کتنه او پرېکړه وکړي.

د هند حکومت د دوی تر ولکې لاندې د کشمیر په سیمه کې په عامو ځایونو کې په غونډو بندیزونه لګولي، دغه راز یې ښوونځي هم رخصت کړل او پر ټیلیفوني شبکو او انټرنېټ باندې یې هم محدودیتونه لګولي دي.

کشمیر یوه مسلمان مېشته او ښکلې سیمه ده چې هند او پاکستان یې پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.

هلته دا مهال حالت ترینګلي دي او یوځل بیا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي ویره شته.

Your SEO optimized title page contents