fbpx

په نړیوال سیریز کې د افغانستان معلولینو لومړۍ ماته ومنله

خبریال وېبپاڼه/ ۹ اګست ۲۰۱۹ – د افعانستان معلولینو ملي لوبډلې د انګلستان په کوربه توب د نړیوال سیریز په لړکې د دریو بریاوو وروسته د هند معلولینو څخه لومړۍ ماته په پنځو ویکټو ومنله.

دغه سیالي تېره شپه په انګلستان کې ترسره شوه د لوبې پچه د افغانستان معلولینو ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو افغان توپ وهونکي د نورو لوبو په څېر ښه ونه لوبېدل دوی ټوله لوبډله په اتلسم اور کې په ۸۰ منډو باندې وسوځېده.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې اشرف خان کریمي په ۶، محمدالله احمدزی په ۱۲ او جمیل شاه مندوزی په ۱۳ منډو په وار وار سره وسوځېدل.

هندي توپ اچوونکو د افعانستان د توپ وهنې خلاف په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، دوی افغان معلولین پرېنښودل چې ستر هدف ورته وټاکي.

هندۍ لوبډله ټاکل شوی د ۸۱ منډو هدف په اتلسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغان معلولینو ته یې د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

هندۍ لوبډله د هدف په تعقیب کې په پیل کې ناکامه بلل کېدله د دې لوبډلې څلور لوبغاړي په لومړیو اورونو کې په اتو منډو باندې سوځېدلي وو ، خو وروسته یې توپ وهونکو بایللې سیالي له افغانستانه وګټله.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې شیرین او طفیل د هند دوه – دوه لوبغاړي او اشرف یو لوبغاړی له مخې پورته کړل،خو لوبه یې بایلوده.

افغان معلولینو له دې وړاندې بنګله دېش، پاکستان او انګلستان ته هم په ستر ستر توپیر سره ماتې ورکړې وې، خو یوازې یې په لومړي پړاو کې له هنده سیالي بایلوده.

د یادولو ده که چېرته افغانستان په نړیوال سیریز کې په همداسې په لومړي مقام پاتې شي، نو بیا به نېغ په نېغه د دې سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړي.

Loading...