fbpx

بلاسټ سیالیو کې د مجیب لوبډلې پنځمه بریا ترلاسه کړه

خبریال وېبپاڼه/ ۹ اګست ۲۰۱۹ – د انګلستاني د تجارتي لیګ ویټالیټي بلاسټ سیالیو په دوام تېره شپه د مجیب الرحمان اړوند مېډل سېکس لوبډلې د ۶۴ منډو په توپیر سره سوري لوبډلې ته ستره ماته ورکړه.

په دې لوبه کې پچه سوري لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه مېډل سېکس لوبډلې هم په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سوري لوبډلې ته د ۲۱۱ منډو ستر هدف وټاکه.

د مېډل سېکس لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ایوین مورګن ۷۰ منډې جوړې کړې، ورسره ای بي ډیولیرز هم ۶۴ چټکې منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د سوري لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ټام کوران درې مهم لوبغاړي وسوځول ، دغه راز عمران طاهر او ډرېنباچ یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د مېډل سېکس لوبډلې ټاکل شوی د ۲۱۱ منډو ستر هدف سوري لوبډلې په ټول توان سره پوره نه کړ، د دوی ټوله لوبډله په نولسم اور کې په ۱۴۶ منډو باندې وسوځېدله.

د سوري لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ارون فېنچ ۳۹ منډې جوړې کړې، دغه راز سام کوران ۳۹ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې، خو هدف یې پوره نکړ.

د مېډل سېکس لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو ډیر لوبغاړي سټیوین فین وسوځول نوموړي په دې لوبه کې پنځه مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل، ورسره هېلم او رولانډ جانېس بیا دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړي مجیب الرحمان هم په دریو اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځوه.

دا سیالي مېډل سېکس لوبډلې د ۶۴ منډو په توپیر سره وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی هم سټیوین فین ونومول شو نوموړي پنځه لوبغاړي سوځولي وو.

Your SEO optimized title page contents