fbpx

کاپیسا کې د واده پر مراسمو د ډزو له امله څلور تنه شهیدان شوي

خبریال وېبپاڼه / ۹ اګست ۲۰۱۹ – په کاپیسا ولایت کې د واده پر مراسمو د وسله والو کسانو په ډزو کې څلور کسان شهیدان شوي دي.

د کاپيسا ولایت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالشايق شورش یاده پېښه تایید کړې او په یو غږیز کلېپ کې ویلي چې تېره ورځ ناوخته د دې ولایت په مرکز دهروکي کلي کې یاده پېښه د یو واده پر مراسمو رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د واده د مراسمو پر مهال د دوو پخوانيو قوماندانانو د وسله والو کسانو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته ډزې شوې دي چې په دغو ډزو کې یاد کسان شهیدان شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو پر وینا په سیمه کې پولیسو پلټنې پیل کړي دی تر څو د دې پېښې مجرمین پیدا او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

بلخوا د سیمي خلک وایي، چې دغو قومندانانو پخوانۍ دښمني هم درلوده چې په پایله کې ملکیانو ته دا مرګ ژوبله واړوله.

بلخوا له دې څو ورځې وړاندې د بادغېس ولایت د جوند ولسوالۍ په  الله یار سیمه کې هم د واده پر مراسمو برید شوی وو، چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د بادغېس په پېښه کې دیارلس کسان شهیدان شوي وو او یو شمېر نور ټپیان وو، هغه وخت چارواکو ویلي وو چې یاد برید بهرنیو ځواکونو کړی وو.

Loading...