fbpx

په ننګرهار کې د بهسودو تخریب شوی پول په اساسي ډول ترمیم شو

خبریال وېبپاڼه / ۹ اګست ۲۰۱۹ – په ننګرهار ولایت کې د بهسودو تخریب شوي پول د جوړېدو چارې په بشپړه توګه د ټولګټو چارو وزارت د ۲۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پایته ورسېدلې او د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د بهسودو پول د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم ګډون کړی هغه وویل” د شاوخوا ۴ میاشتو په موده کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول دا پول ترمیم او نن یې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د ترافیکو پرمخ پرانیست.

شاه محمود میاخېل زیاتوي، د ۳۵۰ متره په اوږدوالي پخواني پول سیستم ډیر معلق وو،چې د ورته وسایلو د تر لاسه کولو له امله یې د ترمیم چارې په ځنډ خو اساسي ډول ترسره شوې .

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د ټولګټو چارو رئیس انجینر حامد ضیا خبریال ډاټ کام ته وویل”دا پول ۳۵۰ متره اوږدوالی لري او ۲۷ میلیونه بودیجه ورته ځانګړې شوې وه چې د اووه میاشتو په موده کې په اساسي ډول ترمیم شو .”

هغه زیاته کړه، د نیکمرغه لوی اختر وروسته به د پول دواړو خواو ته د پاتې سړک چارې هم پیل کړې او تر جوړیدو وروسته به هغه هم ګټې اخیستنې ته وسپاري .

د معلوماتو له مخې د یاد پول د جوړیدو له امله به د دوو ولایتونو او شاوخوا ۶ ولسوالیو خلکو ته د تګ راتګ ستونزه تر ډیره کچه حل شي .

د بهسودو اړوند سیمه ییز اوسېدونکي ،ښاریان او موټر چلوونکي په دې خوښ دي چې د کلونو ستونزه یې حل شوه او اوس به د یو څه اسانتیاوو له امله له ښاره خپلو کورونو ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

Your SEO optimized title page contents