fbpx

حنیف اتمر؛ چل یې وکړ که چل ورسره شو؟

خبریال وېبپاڼه / ۹ اګست ۲۰۱۹ ـ ولسمشرۍ ته نوماند حنیف اتمر پرون له ټاکنیزو سیالیو بهر شو چې د ځینو په وینا نوموړی به بیا را و نه ګرځي، خو د اتمر کمپاینران بیا وايي چې نوموړی یوازې له ټاکنیزو کمپاینونو بهر شوی او د ټاکنو له صحنې بیخي وتی نه دی، په هر حال حنیف اتمر په ناڅاپي ډول یوه داسې پرېکړه وکړه چې د ډېرو لپاره حیرانونکې وه.
د حنیف اتمر په ټاکنیز ټیم کې له څو اوونیو راهیسې کشمکش روان و چې عطامحمد نور غوښتل د سولې او اعتدال ټیم یې د صدراعظم په توګه معرفي کړي، خو حنیف اتمر بیا له دې کیسې سره راضي نه و، هماغه و چې د جمعیت ګوند پورې تړلي یونس قانوني او عطامحمد نور له دې ټیم څخه ووتل او د دې ټیم پاشلو ته لار جوړه شوه. د ډاکتر عبدالله ویاند فریدون خوځون هم لیکلي چې عطا محمد نور او قانوني د اتمر د ټاکنیز ټیم په ماتولو کې اغېزمن رول ترسره کړ، خو حنیف اتمر بیا په خپلې اعلامیې کې د حکومت غیرقانوي کړنې او د ټاکنو په پروسې بې باوري سبب بللې چې دی یې د ټاکنیزو سیالیو پرېښودلو ته اړ کړ.
د راه مدنیت ورځپاڼې مسوول مدیر وايي، کله چې قانوني د سولې او اعتدال له ټيم څخه ووت، محقق ویلي و چې دی باید لومړی مرستیال شي او هر څوک چې د تاجکانو له ادرسه دې ټيم ته راځي، باید دویم مرستیال وي. په ډېر احتمال دا کیسې سبب شوې چې دا ټاکنیز پیاوړی ټیم له پښو وغورځي.
بله مهمه مسله د ټاکنو نامعلوم راتلونکی او د سولې پروسه ده چې ډېر نوماندان اوس هم د ټاکنو په اړه زړه نازړه دي او په کمپاین کې ډېر مصرفونه نه کوي، همدې مسلې ته په کتو سره حنیف اتمر هم نه غوښتل په داسې ټاکنو کې خپلې پیسې وشیندي چې د نه کېدو امکان يې شته.
دریم احتمال چې ځینې یې په اړه خبرې کوي، هغه دا دی چې اتمر د غني لخوا ولوبول شو او دا لوبه داسې طرحه شوې چې اتمر به په یوه ځای کې له میدانه وځي او غني به د یوه پیاوړي لوبغاړي په توګه په میدان کې پاتې کېږي. البته دوه مخکيني احتمالات ډېر د باوړ دي، خو وروستی هغه ضعیف ښکاري، که څه هم د توطئې د تیورۍ په اساس دا احتمال هم له حقیقت څخه لرې نه دی، ځکه غني د اتمر مهم کس و او له ولسمشر څخه وروسته دویم کس ګڼل کېده، خو د ټاکنو په را نېږدې کېدو سره یې له خپل منصب څخه استعفا وکړه او د ولسمشر په داسې یوه مخالف بدل شو چې خلکو یې فکر هم نه کاوه.
د سولې او اعتدال د له منځه تللي ټیم دویم مرستیال محمد محقق ویلي چې ټیم یې د ځینو یارانو د ناځوانۍ له کبله وپاشل شو، خو دی زیاتوي چې بیا به هم د سیاسې معادلې غړی وي، خو دا چې څنګه به اتمر او د سولې او اعتدال ټیم نور غړي بیا هم د سیاست په دایرې کې پاتې کېږي، دا پوښتنه به وخت ځواب کړي.
لیکوال: تاج ولي منصور

Your SEO optimized title page contents