fbpx

شهزاد د پاکستاني ميډيا په مرسته بيا افغانستان بدنام کړ

خبریال وېبپاڼه/ ۹ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړی محمد شهزاد محمدي یو ځل بیا په پاکستان کې د پېښور په یوې اکاډمۍ کې په غیر قانوني بڼه د افعان کرکټ بورډ د اجازې پرته د تمریناتو په حال کې لیدل شوی دی چې په دې ډول کړنې سره نوموړی د پاکستاني رسنیو سرټکی ګرځېدلی دی.

د تېر په څېر بیاهم محمد شهزاد محمدي په دې ډول غیر قانوني عمل سره د هېواد حیثیت، نوم وقار او غرور ته په سپین سترګۍ سره زیان ورسوه او د پاکستانیانو پر وړاندې ځان او د هېواد حیثیت ته لویه صدمه ورسوله، خو د کرکټ بورډ چارواکي د شهزاد له دې ډول کړنې څخه بیاهم ناخبري ښئ.

زمونږ د معلوماتو له مخې په اصلأ کې شهزاد محمدي پاکستانی دی او نه غواړي چې افغانستان ته په صداقت او ریښتینولۍ سره کرکټ ترسره کړي، نوموړی له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افعان لوبغاړي په نوم په پټه د افغانستان په لوبډله کې ولوبېد چې د افغانستان په نوم یې شهرت او عزت هم پیداکړ، خو په دې وروستیو کلونو کې ټولو هېوادوالو ته معلومه شوه چې شهزاد څوک او افعانستان ته څومره ریښتینی دی؟

محمد شهزاد محمدي چې له کلونو راهیسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې لوبېږي نوموړی له هغو لوبغاړو څخه دی چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې کور لري که څه هم د بورډ چارواکو پر شهزاد محمدي فشار راوړ چې کور خپل هېواد ته راوړي ،خو نوموړي تر اوسه دا کار ونه کړ او په پټه د افغانستان په لوبډله کې د یو افغان لوبغاړي په صفت لوبېږي.

خبریال ډاټ کام دا معلومات هم ترلاسه کړي دي چې د شهزاد مور او پلار د پاکستان هېواد پنحاب دي، له کلونو راهیسې یې په پټه له افغانستان سره خیانت وکړ یو ځل له دې وړاندې هم شهزاد د پېښور په کوڅو کې لوبېدلی وو چې هغه وخت هم یوازې په دریو منډو سوځېدلی وو چې د افغانستان عزت او غرور یې له خاورو سره خاورې کړ بل طرف افغان کرکټ بورډ هم څو ځل اخطار ورکړ چې نور دې له دې ډول ناقانونه کرکټ څخه تېر شي خو دې ډول تېروتنو همداسې دوام پیداکړ.

محمد شهزاد په حقیقت کې هم هغه لوبغاړی دی چې تل یې د پاکستان خلاف په لوبه کې سستي کړې کیچونه یې غورځولي دي. حتا په توپ وهنه کې هم هېڅ نه دي کړی په تېر اسیا جام سیالیو کې هم افغانستان په وروستیو کې سیالي د ګټې په طرف روانه وه خو شهزاد محمدي کیچونه وغورځول او په وروستیو کې سیالي په روغ لاس پاکستان ته وبایلله، دغه راز یې په تېر نړیوال جام کې هم د پاکستان خلاف سیالي په نیمه کې پرېښوده.

شهزاد له ۲۰۰۹ کال راهیسې مسلسل ولوبېد هغه مهال ېې بورډ د بدیل په تړاو ویلې وو ،چې په افغانستان کې یې بدیل نشته، خو اوس مهال په لسګونه ځوانان دې ته په انتظار ناست دي چې د ملي لوبډلې ویکټ ساتنه وکړي ،مونږ په هېواد کې په درجنونه درجنونه لوبغاړی لرو، خو شهزاد هغه څوک دی چې مخه یې ورته په روغ لاس نیولې ده په افغانستان کې د ویکټ ساتونکي ښه بدیل دا مهال اکرام علي خېل ، شفیق الله شفق، منیر احمد کاکړ رحمان الله ګربز دي چې له کلونو راهیسې په ملي لوبډله کې لوبېدو ته انتظار باسي.

زمونږ کره سرچینه وایې، شهزاد ځکه افغانستان ته کور نه راوړي چې پاکستان مسلسل اخطارونه ورکوي دوی، شهزاد ته د اخطار په ډول وای که افغانستان ته ځې نو خپل جایداد، کور او له هرڅه به خلاس شئ. ځکه دلته شهزاد غلی دی چې د افغانستان د تابعیت ترڅنګ د پاکستان تابعیت هم لري.

شهزاد د پاکستانۍ مور په غوښتنه لوبه کوي

مونږ تل د شهزاد په تړاو کره لیکني خپرې کړي دي چې ګواکی نوموړی پاکستانی دی، بلخوا د (کرکټ تاج کتاب) چې تاج ملوک عام لیکلی په هغې کې هم د شهزاد په تړاو لوی ثبوت پروت دی چې نوموړی په حقیقت کې هم پاکستانی یادیږي، شهزاد تاج ملوک عالم هغه وخت په افغان ملي لوبډله کې ځای پر ځای کړی وو، اوس نو حالاتو ته په کتو د تاج دا ډول پرېکړه د افغانستان سره همکاري نه بلل کېږي ،بلکې لوی خیانت وو ځکه د شهزاد سمره مونږ دا مهال په خپلو سترګو ګورو.

د کرکټ تاج، د تاج ملوک عالم له کتابه افغان خبریال جعفر هاند هم څو ورځې وړاندې د شهزاد راتګ ملي لوبډلې ته یوه برخه په ټولنیزو رسنیو خپره کړې وه چې دلته مونږ کټ مټ راخیستې ده او په دې ښاغلی هاند هم او هېوادوتل وپوهېد چې شهزاد څوک دی؟

٢٠٠٥ کال کې مو د آسیا د ١٥ کلنو سیالیو ته ټيم جوړوه. چا راته وویل چې پېښور کې یو هلک دی شهزاد خان نومیږي او ښه بیتسمین دی. زموږ ورسره لوبه وه، هستې ګل په اول بال اوټ کړ، خو نورو لوبو کې مې ولیده چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه شاټونه یې وهل. ورغلم، ځان مې ور وپېژنده او ورته مې وویل چې د افغانستان ١٥ کلنو ټيم ته دې نیسم او بهر دې سیالیو ته استوم. راسره یې خبره ومنله، ژر ژر مې ورته اسناد او پاسپورت جوړ کړ او خوښ شوم چې یو بل لوبغاړی مې هم پيدا کړ. څو ورځې وروسته ګورم چې هلک هوټل کې زما کوټې ته راغی، یو بل کس هم ورسره دی. ماته یې وویل: دا مې استاد جي دی. زه خوښ شوم چې اوس به دا استاد جې له ما مننه کوي چې شهزاد مې د افغانستان ملي ټيم کې نیولی دی. خو هغه راته وویل: یاره جي، ستاسو په وطن کې خلک له لوږې مري او خلک یو بل وژني، ولې د دغه هلک ژوند خرابوې. بس ښه لانجه مو سره وکړه او نژدې وه چې د یو بل ګریوانونه ونیسو، خو فیصله په دې وشوه چې افغانستان ته د تګ اختیار شهزاد خان ته ورکوو. هغه ته مې وویل چې څنګه چل دی؟ راته یې وویل: څه مې چې استاد جي وايي، هماغه کوم. بس له دې خبرې سره مې ورټوپ کړ، ما ویل راوباسه د افغانستان پاسپورت پاسپورت یې له جیبه راوویست او سړی مې رخصت کړ.
بیا په ٢٠٠٨ کې کبیر خان راوست او شهزاد خان په هماغو اسنادو د افغانستان ملي ټيم کې داخل شو، چې ما ورته جوړ کړي وو. دی بیا وروسته شهزاد محمدي شو.

د یادولو ده چې څه موده وړاندې هم محمد شهزاد په پاکستان کې د افغان کرکټ بورډ له رسمي اجازې پرته په عادي عادي کلبونو کې ولوبېد محمدي د عادي لوبغاړو پر وړاندې هم سمه لوبه ونه کړه، نوموړي د افغانستان نوم ته زیان او صدمه ورسوله.

دا چې محمد شهزاد محمدي په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې هم د ملي لوبډلې څخه کېنول شوی وو او نوموړي یې په غبرګون په افغان لوبغاړو او د بورډ په چارواکو تور پورې کړی وو چې ګواکې په روغ لاس یې له لوبډلې کېنولی دی، خو په حقیقت کې هم شهزاد ټپی شوی وو. شهزاد ته د هغو څرګندونو سزا لا نه وه ورکړل شوې چې یو ځل بیا په شپږیزه لیګ کې د بوست لوبډلې په ایکن قیمتي کټګورۍ کې واخیست .

اوس دې افغان کرکټ بورډ هم سم د واره لاس په کار شي او د شپږیزې لیګ څخه دې رسمآ وباسي ترڅو بیا د بورډ له اجازې پرته له هېواده بهر ونه لوبېږي .

پاکستانی لوبغاړی په افغان ټیم کې