fbpx

له افراطي مرحلې وتل

خبریال وېبپاڼه / ۹ اګست ۲۰۱۹ ـ له وطنه بهر په مهاجرت کې نږدې زمونږ هر معتدل افغان ځوان تر دغې افراطي مرحلې تېر شوی، څوک په کې ډېر تم شوی او څوک ترې الله تعالی ژر خلاص کړی، ورور مو هم مستثنی نه دی، ځکه دغه ډول مواد مونږ ټولو ته هر ځای ترزيقيدل، نه مو د وطن مينه پېژنده، نه پرې چا روزلو، نه چا ملي ګټې را پېژندې، نه يې مونږ ته خپل هويت ښوده او نه يې مونږ ته د يوه عزتمن طبيعي ژوند او د نړۍ د نورو طبيعي انسانانو سره د سيالۍ درسونه راکول.
د دغه افراطي موادو له اغېزو ځان خلاصول، خپل هويت، ملي ګټې او د نورو سره د سيالۍ کولو د اهميت پېژندل کوم اسان کار نه و، بلکه يوه ډېره سخته او پيچيده مرحله وه، بنده له خپلو افراطي باورونو ځان په ډېرو ستونزو خلاص کړی، ډېر وخت يې نيولی، خو په قناعت بخش ډول ترې وتلی يم، په پراخې او اوږدې مطالعې ترې وتلی يم، او لله الحمد، ژر ترې وتلی يم.
يو له هغو اسبابو چې دغو مسايلو ته په اهميت ورکولو يې مجبورکړی يم، دا دی چې په نورو هېوادونو کې د خلکو طبيعي ژوند مو وليد، د نړۍ د مختلفو خلکو سره مو ناسته پاسته پيدا شوه، حال او احوال مو سره واخيست، آزادې ميډيا ته مو لاسرسۍ پيدا کړ، هله پوه شو چې له مونږ سره څومره لوی ظلم شوی.
نو هغه په لسه زره ګونه ځوانان چې شپه او ورځ ورته افراطي مواد ترزيقيږي، د حقيقي معلوماتو منابع ترې پټ ساتل کيږي، خپل هويت پېژندلو ته نه پرېښودل کيږي، ديني مسائل ورته په محرف ډول وړاندې کيږي، شرعي نصوص ورته په افراطي ډول تفسيريږي، د سيالانو سيالي نه پېژني، د ملي ګټو پېژندلو ته نه پرېښودل کيږي، د نړۍ د نورو خلکو د طبيعي ژوند په اړه معلومات ترې پټ ساتل کيږي، خپل مسلمان ورور ورته دښمن معرفي کيږي، خپل وطن او خپله خاوره ورته د شيطان ځاله معرفي کيږي.
نو له دې ډول ځوانانو به د وطن او ولس لپاره د کوم خير تمه وکړل شي؟
زه خو د ولس د ماضي او حاضر په ارزولو مأيوسۍ ته نږدې يم، په رڼو رڼو ګورم، وطن مې بيا د بېرحمه او نا سيالو خلکو د نادودو او ناروا لوبو ډګر جوړيږي.
ليکوال: مولوي سراج الحق هاشم
پاکستانۍ مدرسې ـ د افغانانو د ورتګ پیل

Loading...