fbpx

په قرباني کې باید کومو خبرو ته پام وشي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اګست ۲۰۱۹ – د قربانۍ د نصاب په تړاو ویل کېږي، که له چا سره ۵۲ تولې سپین زر وي، په نوموړي شخص باندې قرباني واجب ده. دغه راز که له یو چاسره د ۵۲ تولې سپین زر قیمت پیسې هم موجودې وي، یا سره زر، یا هم د تجارت او کور کې نور غیر ضروري سامان ولري، یا هم ۶۰۰۰۰ شپېته زره روپۍ ورسره وي، نو په داسې کس باندې قرباني حتمي واجب ده چې دا وسایل او مالي پیسې یې په واک کې موجودې وي.

قرباني په چا واجب ده؟

ھر ھغه عاقل، بالغ، مسلمان او مقیم باندې هغه که نر وي او که ښځه چې د ذکر شوي نصاب مالک وي نو قرباني پرې حتمي او لازمي واجب ده، که چېرته یو مسلمان په داسې امکاناتو کې هم قرباني و نه کړي، نو هغه شخص ګنهګار حسابېږي.

که چېرته یاد شخص وغواړي چې له دې ګناه څخه ځان وژغوري، نو بیا دې د یوې قربانۍ په اندازه نغدي پیسې په مسکینانو او غریبانو باندې وویشي او په خپلې ګناه دې یو ځل بیا استغفار ووایي او توبه دې وباسي.

د قربانۍ فضایل

د اسلامي او شرعي معلوماتو له مخې د قربانۍ په ورځ یوازینی عمل چې تر ټولو غوره عمل بلل کېږي هغه د قربانۍ کول دي چې په دې ورځ له بل هر یوه عمل وړاندې الله تعالی ته ډیر محبوبیت لري، دغه راز به د قیامت په ورځ هم د قربانۍ څاروي د ښکرونو سره راوړل شي. د قربانۍ وینه ځمکې ته له لویدو وړاندې الله ج قبوله کړي وي او د دې وینې د توېدو په حالت کې الله تعالی ګناهونه معاف کوي.

په کومو څارویو قرباني جایزه ده؟

۱- اوښ او اوښه چې عمر یې لږ تر لږه تر پنځو کالو پورې وي.

۲- غوا، غوايي، سنډا او مېښه چې عمر یې لږ تر لږه ۲ کالو پورې وي.

۳-. چیلی او چیلۍ چې عمر یې لږ تر لږه د یوه کاله پورې وي.

۴-. مګ او میګه چې عمر یې لږ تر لږه تر یو کاله پورې وي او یا هم د شپږو میاشتو پورې وي، خو شرط یې دا دی چې د یو کلن په شان ښکاره شي.

په یو څاروي کې باید څو کسان شریک شي ؟

په اوښ، اوښه، غوا،غوایي، سنډا او مېښه کې په مکمله توګه ۷ کسان کولی شي شریک شي او په چیلي، چیلۍ او مګ (پسه) کې یوازې د یو شخص قرباني کېږي.

د لوی اختر سنتونه

۱-  لومړی سهار وختي پاڅېدل ۲- مسواک او غسل کول ۳-  نوې او پاکې جامې اچول ۴- عطر لګول ۵- د اختر لمونځ وړاندې خوراک نه کول ۶- مسجد ته د تللو پر مهال باید تکبیرالله وویل شي.

د تکبیرات تشریق یو څو مسائل

د اسلامي تاریخ ۱۲ مې میاشتې ۹ تاریخ سهار لمونځ نه تر ۱۳ تاریخ د مازدیګر لمونځ پورې ( د ۹ ذی الحجې نه تر ۱۳ ذی الحجې ) پورې د ھر فرض لمونځ نه وروسته تکبیرات تشریق ویل واجب دي.

تکبیرات تشریق به سړي په تېز آواز وایي او ښځه به یې په ورو اواز سره وایي، دغه راز تکبیرات تشریق یو ځل ویل واجب دي، که ھغه په جماعت لمونځ پسې وي او یا هم انفرادي لمونځ پسې، سړ‎ی وي که ښځه، مقیم وي که مسافر، د ښار اوسیدونکی وي او که د کلې خو ویل یې فرض دي.

الفاظ د تکبیرات تشریق

اللّٰہُ اک٘بَر اللّٰہُ اکبر اللّٰہُ اکبر لا الٰه الا اللّٰہُ اللّٰہُ اکبر

اللّٰہُ اکبر وللّٰہِ الحمد

لیکوال: ابو محمد نصیر احمد حقاني

Loading...