fbpx

پاکستان څخه د هند ۱۳ ډپلوماتان ووتل

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اګست ۲۰۱۹ – د هند تر ولکې لاندې د کشمیر څخه د خپلواکۍ اخیستلو په سر د پاکستان او هند ترمینځ د پیدا شوي کړکېچ له امله په اسلام اباد کې د هند د سفارت ۱۳ ډپلوماتان د پاکستان څخه ووتل او هند ته ستانه شو.

د هند ډپلوماتان وروسته له هغې له پاکستانه ووتل کله چې د پاکستان ملي امنيت په یوې مهمه غونډه کې د هندي ډپلوماتانو او سفیر په تړاو وروستۍ پرېکړه وکړه او له هندي حکومته یې وغوښتل چې له پاکستانه دې خپل سفیر او ډپلوماتان وباسي.

هغه وخت هند له پاکستانه غوښتي وو چې په دغه هېواد کې دې د دوی د سفیر بېرته لېږلو او د اړیکو کمولو د یوې اړخیزې پرېکړه په تړاو بیا له سره کتنه وکړي، خو پاکستان بیا کتنه ونکړه .

نن د شنبې په ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د هند د سفارت ۱۳ ډپلوماتان د خپلو کورنیو د غړو سره د هند او پاکستان ترمنځ په یوې پوله خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

هند د تېرې دوشنبې په ورځ د خپل واک لاندې د جمو کشمیر نیم خپلواکه حیثیت د یوه فرمان له مخې ختم کړ او د یو ایالت په شان یې غوره کړ، پاکستان د هند دغه ګام په کلکو ټکو غندلی او هند سره یې د خپلو سفارتي اړیکو د محدودولو ترڅنګ د تجارتي اړیکو د ځنډولو پرېکړه هم کړې ده.

د پاکستاني حکومت د پرېکړې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې د هندي سفیر په تړاو د پاکستاني حکومت پرېکړه افسوس ناکه ده او وایي چې دا د سفارتي اړیکو ختمولو یوه اړخیزه پرېکړه ده.

خو د کشمیر موضوع په تړاو هند د خپلې پرېکړې په دفاع کې یو ځل بیا ويلي چې دا ګام پورته کول د هند کورنۍ موضوع ده او د پاکستان له لوري د کشمیر وروستنی کړکیچ نورې سیمې ته په روغ لاس خطرناکه وړاندې کول به په هیڅ صورت کامیابه نه شي.

د یادولو ده پرون د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې دوی به له هندوستان سره د سفارتي اړیکو کچه راکمه کړي، ورسره به دوه اړخیزه تجارت وځنډوي او نورو موضوعاتو په تړاو به بیا له سره کتنه او پرېکړه وکړي.

Your SEO optimized title page contents