fbpx

د حج خطبه: مسلمانان دې شفقت وکړي،کرکه او نفرت دې له مېنځه یوسي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اګست ۲۰۱۹ – سږ کال د نړۍ دوه نیم میلیونو څخه زیاتو مسلمانانو د حج مراسم پیل کړي دي چې نن د شنبې په ورځ په نهمه ذی الهجه ورته امام الشیخ محمد بن حسن د حج خطبه واوروله.

د معلوماتو له مخې د حج په خطبه کې ویل شوي چې اسلام د رحمت دین او بشپړه لاره ده ، انسانان وي او که ځناور باید د رحمت معامله ورسره وکړی شي.

الشیخ محمد بن حسن د حج په خطبه کې له دوو میلیونو څخه زیاتو مسلمانانو ته وویل” مسلمانانو ته په کار ده چې په یو،بل شفقت وکړي او په خپلو کې کرکه نفرت له مینځه یوسي.

دغخ مشهوره امام وویل” د خلاصون یوازینۍ لار د الله تعالی لار ټینګول دي، نو په همدې ترتیب هر مسلمان باید د الله تعالی لار ټینګه کړي.

دحج په خطبه کې داهم وویل شول چې هر څومره اسماني کتابونه نازل شوي په هغې کې د ژوند طریقې او لار ښوونې ښودل شوي دي.

دغې امام حاجیانو ته وویل “ای حاجیانو څومره چې مو له وسه کیږي الله یادوئ،دعاګانې کوئ ،الله تعالی یوازین. د دعاګانو قبلوونکی دی”

په دې خطبه کې داهم وویل شول هغه خلک چې په دې دونیا کې د حق ګواهي په ښه زړه ورکوي الله ج به یې جنت ته لیږي ،د الله د رحمت نه مایوسي نه ده پکار ځکه چې دالله د رحمت درزوارې تل پرانستې پرتې وي.

بلخوا تېره ورځ په مینا سیمه کې د حاجیانو له ایساریدو وروسته د نیم ملیونه څخه زیات حاجیان نن له سهار راهیسې د عرفات میدان ته ورټول شوي او هلته د حج تر ټولو ستر رکن وقوف عرفه ترسره کوي.

د یادولو ده چې سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، په دې ورځ به حاجیان په جمرات سیمه کې شیطانیان په کاڼو وولي، بیابه قرباني هم کوي او له هغې وروسته به خپل سرونه هم وخريې.

Your SEO optimized title page contents