fbpx

کرکټ بورډ د نامعلومې مودې لپاره د محمد شهزاد قرارداد وځنډاوه

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اګست ۲۰۱۹ – د یوې پرېکړې له مخې د افغانستان کرکټ بورډ، د محمد شهزاد محمدي قرارداد د دغې ادارې له اصولو د پرله پسې سرغړونو له امله د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه.

پرون د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړی محمد شهزاد یو ځل بیا په پاکستان کې د پېښور په یوې اکاډمۍ کې په غیر قانوني بڼه د افعان کرکټ بورډ له رسمي اجازې پرته د تمریناتو په حال کې لیدل شوی وو. د شهزاد دغې ډول کړنې له پرون راهیسې سخت غبرګونونه راپارولي وو او ګڼ شمېر افغانانو د دغې موضوع د څېړلو غوښتنه هم کوله.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د دوی د اصولو له مخې، کله هم چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي خو محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده.

افغان کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، محمد شهزاد محمدي له دې وړاندې هم دې ته ورته سرغړونې کړې وې چې د ادارې د ډسپلین یا انظباطي کمېټې له لوري ترې د پوښتنو او ګروېږنو غوښتنه شوې،خو نوموړی ورته نه دی حاضر شوی.

بورډ زیاتوي، نوموړی د کرکټ نړیوال جام پر مهال هم د سرغړونې له امله د جولای ۲۰ او ۲۵مه د ادارې د انضباطي کمېټې له لوري راغوښتل شوی و، خو نه دی حاضر شوی چې په اړوند به یې له اختر وروسته هم د انضباطي کمېټې له لوري ناسته وشي او قضیه به یې وڅېړل شي .

څه موده وړاندې هم محمد شهزاد محمدي په پاکستان کې د افغانستان کرکټ بورډ له اجازې پرته په عادي عادي کلبونو کې ولوبېد محمدي د عادي لوبغاړو پر وړاندې هم سمه لوبه ونه کړه، نوموړي هغه وخت هم د افغانستان نوم ته زیان او صدمه ورسوله.

محمد شهزاد محمدي له کلونو راهیسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې لوبېږي نوموړی له هغو لوبغاړو څخه دی چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې کور لري که څه هم د بورډ چارواکو پر شهزاد محمدي فشار راوړی چې کور خپل هېواد ته راوړي ،خو نوموړي تر اوسه دا کار ونه کړ او لاهم په پاکستان کې مېشت دی.

د یادولو ده افغان کرکټ بورډ ټولو افغان لوبغاړو ته ډاډ ورکوي چې دا مهال په هېواد کې د کرکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په ډګر کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوې او لوبغاړي اړتیا نه لري چې د تمریناتو په موخه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

Loading...