fbpx

له محمد شهزاد سره څه کول په کار دي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اګست ۲۰۱۹ ـ د افغان کرکټ ملي لوبډلې جنجالي لوبغاړي محمد شهزاد محمدي یو ځل بیا د کړکټ بورډ له بړستنې پښې ویستلي چې په سبب یې د نوموړي قرارداد تر نامعلومې مودې ځنډول شوی دی.
د کرکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي دي چې د پرلپسې سرغړونو له کبله د شهزاد قرارداد تر نامعلومې مودې وځنډول شو، د اعلامیې له مخې هر لوبغاړی چې بهر ته ځي، باید د کرکټ بورډ له ادارې اجازه واخلي، خو محمد شهزاد له اجازې پرته څو ځله دا تېروتنه تکرار کړې ده. شهزاد د خپلو مخکنیو تېروتنو په اړه هم د ډېسپیلین کمېټې ته نه دی حاضر شوی چې له اختر وروسته به د ده په اړه پرېکړه وشي.
د کرکټ بورډ د اعلامیې په اساس دوی د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د تمریناتو ټول امکانات په هېواد کې دننه برابر کړي دي او اړتیا نشته چې لوبغاړي په خپل سر بهر ته د تمریناتو لپاره لاړ شي.
دا لومړی ځل نه دی چې محمد شهزاد له بندیز سره مخ کېږي، بلکې تر دې مخکې هم نوموړی د ناقانونه درملو د استعمال له کبله یو کال د کرکټ نړۍوالې شورا له کرکټ څخه منع کړی و خو له بیا را ګرځېدو سره یې بیا هم خپلې تېروتنې سمې نه کړې.
محمد شهزاد په تېر نړۍوال جام کې هم په یوه جنجالي کس بدل شو او کله چې دی د خراب فېټنس او د زنګون د ټپ له کبله له لوبډلې بهر شو، په کابل کې یې خبریالانو ته وویل چې دی رک روغ دی او د بورډ د چارواکو او یو شمېر لوبغاړو په فرماېش له لوبډلې بهر شو. په هر حال که چېرې بورډ په ده ملامت هم و، په کار نه وه چې ده هغه څه ویلي واي چې کابل ته له رستنېدو وروسته یې د رسنیو په مخ کې باد کړل.
محمد شهزاد د افغان لوبډلې بریدګر توپ وهوونکی دی، خو د خپلو تېروتنو له کبله یې خپل لوبیز ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړ، یو ځل د کرکټ نړۍ والې شورا یو کال بې بېټه کړ، اوس بیا د کرکټ بورډ لخوا تر نامعلومې مودې له لوبو کولو پاتې شو.
خراب فېټنس، بده خوله، په خپل سر کړنې، پاکستان ته سفرونه او هلته ژوند هغه څه دي چې شهزاد یې د خلکو له زړونو وغورځاوه.
شهزاد چې کله په ۲۰۱۵ کال کې له نړۍوال جام څخه بهر شو او د نوموړي مینه والو په کرکټ بورډ نقد وکړ، د هغه وخت اجرائیوي رئیس شفیق ستانکزي وویل چې شهزاد که زموږ لپاره ۲۰ یا ۳۰ منډې کوي، همدومره منډې بېرته په وېکېټ ساتنه کې ترې ځي، خو له دې وروسته هم نوموړي خپل فېټنس جوړ نه کړ او د یو چُست او چالاکه لوبغاړي په توګه په میدان کې و نه لوبید.
خوله خو یې تاسې ټولو ته معلومه ده چې هر څه وايي، له نړۍوال جام څخه په راګرځېدو یې هغه څه وویل چې د دنیا هېڅ لوبغاړی به هم داسې جرئت و نه کړي، خو بیا هم کرکټ بورډ هغسې چې تمه وه، حساب او کتاب ورسره و نه کړ.
شهزاد د یو شمېر نورو افغان لوبغاړو په څېر په خپلسری کې هم نوم لري، که څه هم له هغه څو ځله غوښتنه شوې چې په کابل کې دې ژوند کوي، خو له بهرنیو سفرونو وروسته چې څنګه کابل ته راوګرځي، دی بیا مخ په تورخم خوشې وي او تړلی پوز پاکستان ته روان وي. زه د ده په شجرې پسې نه ګرځم، خو دی چې هر څوک دی، اوس په افغان لوبډله کې لوبېږي او په کار ده د لوبډلې او هېواد قوانینو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او په خپل وطن کې پاتې شي.
اوس پوښتنه دا ده چې له محمد شهزاد سره څه کول په کار دي؟
نوموړی اوس ۳۲ کاله عمر لري، البته امکان لري چې رښتینی عمر یې تر دې هم ډېر وي او داسې خوا ته روان دی چې کرکټ یې نور ختم دی، نوموړی نه تخنیکي شاټونه لري چې ګوذاره ورسره وشي او نه بله کومه داسې ښېګڼه په کې پاتې ده چې په لوبډله کې ځان ته ځای جوړ کړي. د نوموړي تېر کریر ته په احترام خو اوس وخت را رسېدلی چې د محمد شهزاد پر ځای نوي ځوانان را مخکې شي. د افغانستان په الف لوبډله کې ډېر داسې ځوان لوبغاړي شته چې د محمد شهزاد تشه ډکولای شي. کرکټ بورډ ته په کار ده چې هغوی ته چانس ورکړي او د ځلېدو لپاره یې فرصتونه برابر کړي.
شهزاد که ځان فېټ کړ، اصول یې ومنل، کارکردګي یې ښه وه او په افغانستان کې پاتې شو، خدای دې راولي او بلکل یې دا حق جوړېږي چې په ملي لوبډله کې پاتې شي، خو په دې ډول په هېڅ صورت په ملي لوبډله کې ځای نه لري.
لیکوال: عمران وطندوست

Loading...