fbpx

ولسمشر غني: اوسنی حکومت د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه نه شي کولی

خبریال وېبپاڼه/ ۱۱ اګست ۲۰۱۹ – ولسمشر محمد اشرف غني نن د لوی اختر لمونځ په ارګ کې ادا کړ او له لمانځه وروسته یې په خپل یو ویډیوي اختریز پیغام کې افغان ولس ته د ا ختر مبارکۍ ترڅنګ وویل، د اوسني حکومت پر دوام د سولې په برخه کې وروستۍ پرېکړې نه شي کېدلی، نو په همدې ترتیب د سولې لپاره په کار ده چې خلک راتلونکي ولسمشر ته واک او اختیار ورکړي تر څو د صلاحیت په اساس لويې پرېکړې وکړي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل، که څوک فکر کوي چې د ترور او وحشت له لارې افغان حکومت د خپل اطاعت په خط کې راولي، سلګونه ځله دې فکر وکړي. دا ملت تسلیمېدونکی نه دی، اما سوله د هر افغان غوښتنه او راتلونکې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل مذاکرات بې قید او شرطه دي خو سوله په قید او شرط سره نغښتې ده.

ولسمشر غني داهم وویل په سوله کې باید برابری وي ” د ده پر وینا سوله به حزبي سمتي او قومي نه بلکې د هر افغان لپاره وي”.

ولسمشر په دې اختریز پیغام کې وویل، هغه وخت تللی چې افغان نجوني به په کېبل وهل کېدلې او افغان ماشومان به ښوونځیو ته نه تلل، اوسنی وخت عصري دی د زده کړو سېستم فعاله شوی دی.

ولسمشر افغان ولس ته په ډاډ سره وویل سوله راتلونکي ده، خو داسې سوله چې د هر افغان هر فرد عزت په کې خوندي وي او داسې سوله چې خلک بې کوره نه شي او بيا د هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.

ولسمشر غني په دغه اختریز پیغام کې په ولسمشریزو ټاکنو هم ټینګار وکړ هغه وویل، دوی ورته پوره چمتوالی نیولی او ټینګار یې وکړ چې ملت قوي او مسوول دولت غواړي او دا له ټاکنو پرته ممکن نه دی. افغانستان د چا هدیه نه دی، بلکې له پېړیو راهیسې مو د دې وطن د اولادونو په وینو ګټلی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني داهم وویل د افغانستان د سولې په تړاو بهرنیان نه بلکې په ملي مسایلو باندې یوازې افغانان په خپله پرېکړه کوي.

اشرف غني په وروستیو کې وویل، موږ ملي یووالی، ملي عزت، ملي اراده، ملي اقتدار او ملي پرمختګ غواړو او کله چې افغانان یووالی، اتفاق او اتحاد ولري، هیڅ قوت یې مخه نشي نیولای

د یادولو ده نن په ټول هېواد او په نورو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده .

Loading...