fbpx

حکومت د امنیت خوندیتوب لپاره په زرګونه سرتېري ګمارلي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ اګست ۲۰۱۹ – افغان حکومت په زرګونه امنیتي سرتېرو ته د لوی اختر د امنیت ټینګښت په موخه د تیارسئ امر کړی دی.

امنیتي چارواکي وایي، حکومت د اختر په شپو ورځو کې د امنیت خوندیتوب لپاره زرګونه امنیتي سرتېري ګومارلي دي تر څو افغان ولس د اختر شپې او ورځې په ارامۍ او سوکالۍ سره تېرې کړي.

ولس هم خوښي ښودلې چې د اختر په شپو ورځو کې د امنیت لپاره افغان حکومت ځانګړي امنیتي پلانونه جوړ کړي حکومت هم ډاډ ورکوي چې د اختر په ورځو کې به د امنیت د خوندیتوب په برخه کې ډیر پام وکړي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم له خپلو غړو غوښتي چې په اختر کې د خلکو امنیت خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې د افغانستان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی و.

د طالبانو د مشر دغه پیغام د نوموړي د کوچني اختر له پیغام سره ځکه توپیر لري چې په هغه پیغام کې پر جګړیزه مبارزه ټینګار شوی و، خو په تازه پیغام کې یې تر ډېره خبرې پر سوله ییز حل راڅرخي..

دغه راز تېره شپه طالبانو د يوې رسمي اعلاميې په ترڅ کې هم خبر ورکړ چې د لوی اختر په مناسبت يې ،د خپل مشر د فرمان په اساس ۷۶ جنګي بنديان له خپلو زندانونو خوشي کړي دي.

طالبانو ويلي بنديان يې د کندز ، سرپل،اروزګان او خوست له ولايتونو څخه آزاد کړي، دوی زياتوي د زندانيانو خوشي کولو لړۍ به يې همداسې دوام ولري.

Loading...