fbpx

ولسمشر سکانو ته: تاسې د قانون مطابق له نورو هېوادولو سره برابر حقونه لرئ

افغان ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له افغان هندوانو او سکانو سره وکتل او له هغوی سره یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وکړه.

له ارګ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ولسمشر غني افغان هندوانو او سکانو ته په خطاب کې وویل، تاسې نور اقلیت نه یاست او د اساسي قانون مطابق له نورو هیوادوالو سره برابر حقونه لري

ولسمشر زیاته کړه، افغان هندوانو او سکانو د تاریخ په اوږدو کې ډېر مهم اقتصادي او سیاسي رول لرلی دی.

همدارنګه محمداشرف غني د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفائې، اوبو رسولو، برېښنا شرکت، د ترافیکو د عمومي ریاست او د ملي تلویزیون د تخنیک برخې کارکوونکو سره په جلا کتنو کې هم د اختر مبارکي وکړه.

له دې وړاندې د سهار پر مهال هم افغان ولسمشر د لوی اختر له لمانځه وروسته ټول افعان ولس ته د اختر مبارکي وویله.

دغه راز ولسمشر د اختر له لمانځه وروسته په اختریز پیغام کې افغان ولس ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ په ډاډ سره وویل سوله راتلونکي ده، خو داسې سوله چې د هر افغان هر فرد عزت په کې خوندي وي او داسې سوله چې خلک بې کوره نه شي او بيا د هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.