fbpx

حکومت د اختر په مناسبت ۳۵ طالب زندانیان خوشې کړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ اګست ۲۰۱۹- د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د روان لوی اختر په مناسبت ۳۵ وسله وال طالبان د ملي امنیت له زندانونو څخه ازاد شوي دي.

نن د لوی اختر په دوهمه ورځ د افغانستان د ملي امنیت په یوې تازه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد طالب زندانیان د وسله والو طالبانو په وړاندي د حسن نیت او د سولې خبرو د پرمختګ د اقدام په توګه د لوی اختر په لومړۍ ورځ ازاد شول.

ملي امنیت په خبرپاڼه کې وایي،«د افغان حکومت د سولې او تلپاتي اوربند په هدف تل د خبرو لاره خلاصه پرېښې ده، تر څو د جګړې ټول اړخونه جګړې ته د پای تکی کېږدي او له خبرو یو ځای او نرمښت وښيې.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي چې د یادو طالب زندانیانو خلاصول، د جګړې پای ته رسولو او سولې خبرو ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت د «ټینګې» ارادې ښکارندويي کوي.

ملي امنیت له خوشي شویو طالب زندانیانو څخه هم وغوښتل چې بیا له دغه ډلې سره یو ځای نشي او د سولې په فضاء کې دې ارامه ژوند وکړي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغو تازه خوشې شوو طالب زندانیانو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کوچنی اختر یې د افغان حکومت لخوا د خپلو زندانیانو د خوشي کولو هر کلی کړی و.

دغه راز د اختر په شپه طالبانو هم د يوې رسمي اعلاميې په ترڅ کې خبر ورکړی وو چې ګواکې د لوی اختر په مناسبت يې ،د خپل مشر د فرمان په اساس ۷۶ جنګي بنديان له خپلو زندانونو خوشي کړي دي.

طالبانو ويلي بنديان يې د کندز ، سرپل،اروزګان او خوست له ولايتونو څخه آزاد کړي، دوی زياتوي د زندانيانو خوشي کولو لړۍ به يې همداسې دوام ولري.

بلخوا نن افغان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی، چې د لوی اختر په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ هیڅ ډول جګړه نه ده شوې او نه هم د کومې لویې او کوچنۍ پېښې خبر ورکړل شوی