fbpx

په پاکستان کې د سیلابونو له امله ۱۶۱ کسه وژل شوي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ اګست ۲۰۱۹ – د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې په مسلسله توګه د پاکستان په ګڼو لویو ښارونو په تېره بیا په کراچۍ کې سخت ورښتونه روان دي.

د تازه معلوماتو له مخې تر دې دمه د سیلابونو له امله ۱۶۱ کسه وژل شوي او ګڼ نور بې درکه دي پاکستاني چارواکو هم خبر ورکړی دی چې، دوی د خلکو په ژغورنه لاهم لګیا دي او هڅه کوي له زیانمنو سره مرستې وکړي.

پاکستاني چارواکي زیاتوي چې د ژغورولو لړۍ روانه ده او په دې سختو بارانونو کې یو شمېر ښځې ماشومان او سړي هم ورک دي.

ویل کېږي په پاکستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ نن ده او نن ورځ ډیری پاکستانیانو لوی اختر پیل کړی دی، خو په کراچۍ کې خلک له اختره محرومه دي، یوازې د بارانونو او سیلایونو له امله د خپلې کورنۍ غړي پیداکوي.

ویل کېږي په کراچۍ کې د باران د وریدو سره سم د ښار په ډیری سیمو کې د برېښنا لینونه هم خراب شوي دي چې ښاریانو ته یې ګڼې ستونزې پېښ کړي دي.

د اورښت له کبله په سړکونو د موټرو تګ راتګ او د خلکو تګ هم بند شوی دی چې په ډیرې سختۍ سره د دې سیمو اوسېدونکي خپلې ورځنۍ اړتیاوې له بهره پوره کوي.

پاکستاني چارواکي زیاتوي په کراچۍ ښار کې د بارانونو له امله په سړکونو د ولاړو اوبو لرې کولو او لارو پاکولو لپاره د ښاروالۍ کارکوونکي په کارونو بوخت دي تر څو د تګ راتګ ستونزې بېرته ژر حل کړي.

له دې سره هم مهاله په هند او چین کې هم سختو ورښتونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادلو ده پاکستان هر کال د جولای او اګسټ په میاشت کې د سختو ورښتونو او سیلابونو شاهد وي چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

Your SEO optimized title page contents