fbpx

د بلوچستان حکومت د پي ټي ایم فعالیتونو ته خنډونه جوړ کړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ اګست ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان ایالت یو شمېر غړو رسنیو ته ویلي چې یاد غورځنګ په بلوچستان کې په ازاده توګه فعالیت نه شي کولی.

په بلوچستان کې د پي ټي ایم غړي وایي چې د حکومت له لوري په ناخبره توګه د غورځنګ ملګري تنګول کیږي، نیول کېږي او تشدد هم پرې کيږي، خو دوی بیاهم خپلې هلې ځلې دوامداره ساتي.

په بلوچستان کې د پي ټي ایم مخکښ غړی حسین آغا وایي، چې پي ټي اېم د عدم تشدد په لار روان غورځنګ دی نه په چا تشدد او جبر کوي او نه هم چاته دغه اجازه ورکوي.

نوموړي تور ولګوه چې د بلوچستان ایالت د حکومت لخوا په پي ټي اېم ډیر فشار دی ، خو وایي دا فشار د ارمان لوڼي د شهادت وروسته زیات شوی دی.

نوموړی وایي ” د پي ټي ایم غړي تنګول کېږي، د حکومت لخوا د یادو کسانو کورنیو ته ویل شوي هم دي چې خپل غړي دې د پي ټي ایم څخه لېرې وساتي.

خو حسین زیاتوي”د غورځنګ د مشرانو دا حکم دی چې د حکومت د هر قسم تشدد ځواب به په صبر، برداشت او عدم تشدد او قانوني لارہ ورکوئ”.

دا په داسې حال کې ده چې د خړ کمر له پېښې وروسته د پي ټي ایم دوه مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ هم د پاکستاني ریاست له لوري نیول شوي دي او لاهم په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

له اختر وړاندې منظور پښتین د محسن داوړ او علي وزیر په تړاو وویل چې دواړه مشران یې د پوره حوصلې خاوندان دي ، په دواړو تحریک اباد وو هغه وایې، دواړو ته وخت ناوخت د خلکو په وسیله پیغامونه ور انتقالوي او له هغې ځایه هم پیغامونه ترلاسه کوي.

د څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو پر وړاندې پاکستاني پوځیانو سخت اقدامات پیل کړي دي دوی وخت،ناوخت په پېښور او په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم مخکښ غړي وار په وار سره نیسي او تر زندانه یې رسوي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او نورو غړو له یو نیم کال راهیسې د دې ټولو ظلمونو حساب کتاب له پاکستاني ریاست څخه پیل کړی دی چې وخت ناوخت په دې هېواد کې پراخ احتجاجونه هم کوي.

Loading...