fbpx

ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته: تاسې په خپلو وینو دا وطن ګټلی دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ اګست ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وړاندې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ملي دفاع وزارت په تالار کې د اختر مبارکي وکړه او د مبارکۍ پر مهال یې وویل،زه پر تاسې له دې امله ویاړم چې شپه او ورځ د وطن ساتنه کوئ.

له ارګ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې ځانګړو مراسمو کې افغان امنیتي ځواکونو ته وویل، ستاسې هڅې په ځانګړي ډول په تېره یوه میاشت کې د تصور وړ نه وې، ځکه تاسې په خپلو وینو دا وطن وګاټه او موږ ټول مو منندوی یوو.

ولسمشر په دې مراسمو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو تر منځ د همغږۍ قدرداني وکړه او وې ویل، تاسې د دښمن د حملو څلور څپې خنثی کړې، نو بناً تاسې د جګړې په ډګر کې بریالي یاست.

خبرپاڼه وړاندې لیکي ولسمشر غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه او وې ویل، ستاسې لاسته راوړنې په اسانۍ سره نه دي حاصلې شوي، ځکه تاسې د دې وطن زړور بچیان هره ورځ وینه ورکوئ او ملت به ستاسې دغه قربانۍ هېرې نه کړي.

ولسمشر غني په دې مراسمو کې په ټینګار سره وویل، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکي به هیڅ راز معامله نه کېږي، دغه راز هغه توافقنامه چې په کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصئون نه وي، د منلو وړ نه ده.

ولسمشر زیاته کړه، سوله شرطونه لري، خو د سولې د مذاکراتو لپاره قید او شرط نه لرو او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي. د نظام ساتنه زموږ د هر فرد وظیفه ده، انفجار او انتحار په اسلام کې ځای نه لري.

ولسمشر څرګنده کړه، د هیواد په درې واړو امنیتي او دفاعي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راغلي او د ملي امنیت منسوبین ګمنام نه دي، بلکې هر یو یې حیثیت او شرافت لري او زموږ د ملت ویاړ او عزت دی.

د یادولو ده ولسمشر غني په وروستیو کې داهم وویل، په راتلونکو شپږو اوونیو کې به د هیواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او هوايي ځواک پیلوټانو ته د استوګې نمرې ووېشل شي او په هره قول اردو کې به د استوګنې واضح ښارګوټي هم جوړ شي.

Your SEO optimized title page contents