fbpx

افغان معلولینو د نړیوال سیریز په نیمه پایلوبه کې ماته ومنله

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ اګست ۲۰۱۹ – د انګلستان په کوربه توب د معلولینو ترمنځ د روان نړیوال سیریز په دوام نن په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې کوربه انګلستانۍ لوبډلې افغان معلولینو ته په ۱۰منډو ماته ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لار پیداکړه.

په دې سیالۍ کې د انګلستان معلولینو ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه،د انګلینډ معلولینو هم په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۸ منډو هدف افغان لوبډلې ته وټاکه.

د انګلستان معلولینو لپاره په توپ وهنه کې اوبراین تر نورو ډیرې۵۳ منډې جوړې کړې ورسره، ګوډ وین هم ۴۵ منډې جوړې کړې او لوبډلمشر نارین ۱۸ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره نن په توپ اچونه کې جمیل مندوزي او شیرین اغا دوه-دوه لوبغاړي وسوځول، ورسره او یو لوبغاړی حسن هم له مخې پورته کړ.

افغانستان ټاکل شوی د ۱۴۸ منډو هدف پوره نه کړ او د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ټاکلو شلو اورونو کې ټوټل ۱۴۷ منډې جوړې کړې او سیالي یې په وروستي اور کې په لسو منډو باندې وبایلله.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې ۲۲ منډې شهیب محسن جوړې کړې، دغه راز احمد الله احمدزي ۱۷ او اشرف کریمي ۱۸ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لپاره په توپ اچونه کې اوبراین ،فلاین او بریډ ګیس دوه – دوه لوبغاړي وسوځول، دغه راز ورسره ویلمس او ټایلر هم یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا نیمه پایلوبه د افغانستان معلولینو ملي لوبډلې د ۱۰ منډو په توپیر سره انګلستان ته وبایلله او د نړیوال سیریز پایلوبې څخه پاتې شوه.

افغان معلولینو له دې وړاندې بنګله دېش، پاکستان او انګلستان ته په ستر ستر توپیر سره ماتې ورکړې وې، خو یوازې یې په ګروپي سیالۍ کې له هند او په نیمه پایلوبه کې له انګلستانه سیالي وبایلله.

Your SEO optimized title page contents