fbpx

لسګونه افغان ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته لېږل کېږي

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اګست ۲۰۱۹ – د افغاني سرې میاشتې ټولنه خبر ورکوي چې ۷۰ تنه افغان ناروغ ماشومان چې زیات سوځېدلي، هډوکي یې مات شوي او وراسته شوي وي د درملنې لپاره جرمني ته ولېږي.

د سرې میاشتې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز وایي چې د سولې د کلي په نوم د ډاکټرانو یوې بهرنۍ ټولنې د ناروغو ماشومانو د معاینې وروسته پرېکړه کړې، چې دا شمېر ماشومان به د درملنې لپاره جرمني ته واستوي.

د معلوماتو له مخې د جرمني د سولې د کلي ډاکټرانو دغه مهمه ټولنه د تېرو ۳۰ کالو راهیسې هر کال د ۶۰ او ۷۰ ترمنځ په دغو ناروغیو اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استوي.

په تېر ۲۰۱۸ کال کې هم افغاني سرې میاشتې ټولنه خبر ورکړی وو چې ۶۶ افغان ماشومان چې زیات سوځېدلي او هډوکي یې وراسته شوي د درملنې لپاره جرمني استولي وو.

دغه ټولنه وایي، چې د دغو ماشومانو د درملنې موده به نږدې شپږ میاشتې وي چې له شپږو میاشتو وروسته به یاد افغان ماشومان بېرته روغ رمټ هېواد ته راستانه شي.

افغانان د افغاني سرې میاشتې ټولنې له دې ډول فعالیتونه خوښ دي او وایي، چې د افعان ماشومانو لاسنیوی په دې اساس وخت کې تر ټولو مهم دی، ځکه له یوې خوا جګړې ځپلي او له بلې خوا غربت دی.

د معلوماتو پر اساس سرې میاشتې له دې وړاندې هم په سلګونه ماشومان هند او جرمني ته بېول چې د پیدایښت
سره سم یې زړونه سوري او یاهم زیانمن شوي وو.

د یادولو ده دغه ټولنه له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د یوې موافقې له مخې چې دېرش کاله مخکې یې لاسلیک کړی تر اوسه شاوخوا څلور زره ناروغه ماشومان جرمني ته لېږلي دي.

Loading...