fbpx

د جمعې په ورځ د افغان حاجیانو د راستنېدو لړۍ پیلېږي

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اګست ۲۰۱۹ – په پام کې ده چې د حج په مراسمو کې د ګډونوالو افغان حاجیانو د ستنېدو لړۍ د جمعې په ورځ پیل شي.

د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزارت خبر ورکړی دی چې تر تر سبا پورې به د حج د مراسمو وروستۍ ورځې وي او له هغه وروسته هېواد ته د حاجیانو ته د راستنېدو لړۍ پیلېږي.

د افغانستان د حج، ارشاد اوقافو وزارت وايي، سږ کال له افغانستان څخه د حج د اداینې لپاره ۳۰ زره کسان تللي دي چې له دغو ۳۰ زره حاجیانو څخه یې ۲۵ سلنه افغان ښځې هم دي.

د معلوماتو له مخې ۲۶ زره افغان حاجیان په خپلو پیسو د ازادې پچې اچونې له لارې سږکال حج ته تللي دي، خو شاوخوا شپږ زره نور یې په دولتي سهمیه کې حج ته استول شوي دي.

د حج و اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال له یوه حاجي څخه ۲۷۰۰ ډالر د حج مصرف واخیستل شو، خو له دې کبله چې اهل تشیع حاجیان متفاوت او جلا خدمات غواړي نو له هغوی څخه ۵۰ ډالر زیات اخیستل شوي دي.

یاد وزارت وایي، چې سږ کال د افغانستان پر ټولو حاجیانو ۸۳ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی، دغه راز سږ کال په ۳۰ زره حاجیانو سربېره د حاجیانو د هرې ۴۵ کسیزې ډلګۍ لپاره یو ښوونکی او ناظم هم مقرر شوی وو چې د ټولو شمېر ۶۸۰ کسانو ته رسېږي.

خو افغان حاجیان بیا وایي، چې حج ته د تګ سره سم له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. دوی ګیله کړې چې د تګ راتګ لپاره ورته دولت امکانات نه دي برابر کړي چې تر نن ورځې پورې په خپل مصرف له یوې سیمې بلې سیمې ته په سفر ځي.

د یادولو ده سږ کال افغانستان ته د حج سهمیه ۳۰ زره، پاکستان ته ۱۸۰ زره، هند ته ۱۷۰ زره، بنګله دېش ته ۱۲۰ زره او ایران ته ۷۵ زره کسانو سهم ورکول شوی دی.

Loading...