fbpx

روغتیا وزارت: د کانګو ناروغۍ له امله ۳۲ تنه مړه شوي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اګست ۲۰۱۹ – د عامې روغتیا وزارت تازه خبر ورکړی دی چې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې د کریمیايي کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲ کسان مړه شوي دي.

یاد وزارت وایي، دا پېښې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې ثبت شوي او له نورو ولایتونو څخه په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېرې نه لري.

په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون سر طبیب ډاکټر مراد مموزی وايي، یوازې د اختر په درېیو ورځو کې ۲۵ ناروغان ور انتقال شوي دي.

تر دې وړاندې داکټرانو د لوی اختر په ورځو شپو کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د کانګو د تبې د ناروغۍ د ګواښ په اړه، چې د څارویو څخه انساناتو ته انتقالیږي خبرداری ورکړی وو.

د څارویو د ناروغیو متخصیصینو د لوی اختر د پیل څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د کانګو د تبې د خپریدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو او د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې د قربانۍ د څارویو د ذبح کولو پر مهال له خلکو د احتیاطي تدابیرو غوښتنه کړې وه.

د ډاکټرانو پر وینا کانګو یوه وینه بهونکې او وژونکې ناروغي ده چی ویرس ( میکروب) یی د کنې د چیچلو په واسطه د حیوان بدن ته ننوزي او د حیواناتو لکه غوا، پسه او وزو سره د تماس په واسطه انسانانو ته په مستقیم ډول سرایت کوي.

د معلوماتو له مخې دا ناروغی یوه ډیره خطرناکه ناروغي بلل کېږي او د مړینی فیصدی یی حتا د امریکې د متحده ایالاتو په ګډون په ډیری مخکښو هېوادونو کې لس سلنه ښودل شوې ده.

ډاکتران وایي، د کانګو ناروغۍ نښې نېښانې شدیده تبه، سردرد، د بندونو درد، د نس درد، اسهال، د پوزی او د بدن د نورو ځایونو وینه بهیدل دي.

د یادولو ده هر کال د لوی اختر په شپو او ورځو کې د کانګو ناروغۍ په تړاو په افغانستان کې ډیرې پېښې ثپت کېږي چې د اندېښنې وړ دي.

Loading...