fbpx

په کونړ کې دا کمکی ځوان د میوزیک په اورېدو وسله والو شهید کړی دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اګست ۲۰۱۹ – پرون د لوی اختر په وروستۍ دریمه ورځ د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یو کمکی ځوان د میوزیک په اورېدو نا معلومو وسله والو شهید کړی دی.

د کونړ والي عبدالستار میرزیکوال هم یاده پېښه تایید کړې او وایي، چې د انسانیت او اسلامیت دښمنانو له لوري دغه کمکی ځوان شهید شوی دی.

د غه کمکی ځوان چې د اختر د خوشحالۍ په پار دانګام ولسوالۍ ته د نورو ځوانانو په څېر په چکر تللی وو د افغان ځواکونو له امنیتي کمربند څخه د تیریدو وروسته د میوزیک په اورېدو د وطن دښمنانانو له خوا په شهادت رسول شوی دی.

د خبریال ډاټ کام د معلوماتو له مخې یاد شخص زبیر مهمند نومیده چې پرون د کونړ ولايت دانګام ولسوالي ته په اختریز چکر تللی وو او ظالمو تروريستانو په دې تور شهيد کړی چې ميوزک يې اورېدو.

په ټولنیزو رسنیو دې موضوع زیات غبرګونونه راپارولي دي، ګڼ شمېر خلک اندېښمن دي چې ولې یو کمکی ځوان د میوزیک د اورېدو له امله قرباني شي؟

خلک وایي، هیڅ وسله واله ډله حق نه لري چې د یو کس شخصي حریم ته ورداخل شي او په دې بهانه دې شهید کړي شي چې ولې سندره اوري.

خلک د دې پېښې په غبرګون وایي، عام ولس د سندرې د اورېدو حق نه لري، خو طالب چارواکو ته په لويو عصري عصري رستورانونو کې د ډوډۍ سره هم مهاله موسيقي غږول کېږي .

د دې پېښې مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د سیمي خلک په دې باور دي چې یاد وحشیانه برید وسله والو طالبانو کړی دی.

تر اوسه پورې نه طالبانو او نه هم کومې بلې وسله والې ډلې د ولس ادعا په تړاو څه نه دي ویلی.

بلخوا د کونړ ولایت مقام هم یاده وحشیانه پېښه په سختو ټکو غندلې ده. او خبر یې ورکړی دی چې امنیتي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې،ترڅو د پېښې عاملین معلوم او د قانون منګلوته یې وسپاري.

Loading...