fbpx

د تودوخې په موسم کې له ليمو څخه ٤ ګټې ترلاسه کړئ

که تاسو غواړئ چې د خولو له دې بوي څخه ځان وساتئ، نو بيا له ليمو څخه ګټه پورته کړئ.

د تودوخې يا ګرمۍ موسم راروان دى، چې په ځينو ځايونو کې به ډېر نه خو بيا په ډېرو ځايونو کې ګرمي او تودوخه سخته ډېره وي، چې په داسې وخت کې پر خپل ځان پام کولو ته ډېره اړتيا ده.

که چېرې تاسو د ګرمۍ په وخت خپل ځان ته پام ونکړئ، نو له يو شمېر ستونزو سره مخ کېداى شئ، چې پکې د خېټې خرابوالى يا ډېره زياته خوله راتلل شامل دي.

خو تاسو دې ته تشويش مه کوئ، ستاسو په اشپزخانه کې يو داسې څېز هر وخت شته، چې په کارولو يې تاسو له ډېرو ستونزو څخه ځان ساتلاى شئ.

خبره مو د ليمو کوله، ليمو نه يواځې دا چې په شربت کې ترې ګټه اخيستل کېداى شي، بلکې نورې ډېرې ګټې هم لري، چې په لاندې کرښو کې يې درسره د کارونې ٤ ګټورې لارې شريکوو.

١-: له ډوډۍ وروسته د ليمو اوبه

که له ډوډۍ وروسته په يوه ګيلاس اوبو کې ليمو وزبېښئ او وې څښئ، نو هاضمه به مو سم کار کوي، ځکه ليمو هغه ايسډز له بدن څخه وباسي، کوم چې بدن ته هېڅ ګټه نه لري.

همدا راز که تاسو غواړئ چې د ليمو اوبو خوند نور هم خوندور کړئ، نو بيا په دې کې يوه کاشوغه شات يا عسل هم واچوئ.

٢-: د ليمو بوي

د ګرمۍ په موسم کې د انسان خوله کېدل عادي خبره ده، خو ځينې ځينې وخت د خولو سره چې کوم بوي راشي، هغه انسان شرموي.

خو که تاسو غواړئ چې د خولو له دې بوي څخه ځان وساتئ، نو بيا له ليمو څخه ګټه پورته کړئ.

لږ شان ليمو وزبېښئ او اوبه پکې واچوئ، بيا په دې اوبو تخرګونه او هر هغه ځاى لوند کړئ، چې د خولې پر وخت بوي کوي، پنځلس دقيقې ورته انتظار وباسئ او له هغې وروسته يې بيا ووينځئ.

که هره ورځ دا عمل تکرار کړئ، نو د خولو له بوي څخه به خلاص شئ.

٣-: د رنګ پاکولو لپاره

په ګرمۍ کې لمر د مخ رنګ خرابوي، نو د مخ د پاکوالي لپاره هم تاسو له ليمو څخه ګټه پورته کولاى شئ.

د ليمو اوبه واخلئ او هغه په مخ وموښئ، لس دقيقې وروسته بيا مخ په يخو اوبو ووينځئ. که غواړئ چې ښه نتيجه يې ترلاسه کړئ، نو دا کار هره ورځ دوه ځلې ترسره کوئ.

٤-: د خولې بد بوي نه خلاصون

که چېرته مو له خولې څخه بد بوي ځي، نو بيا د ليمو په کارولو سره د دې بد بوي نه ځان خلاصولاى شئ.

يوه کاشوغه شات يا عسل واخلئ، په دې کې يوه کاشوغه د ليمو اوبه واچوئ، بيا پکې يوه کاشوغه دارچيني واچوئ او وروسته پکې نيمه پياله تودې اوبه هم واچوئ.

دا هر څه چې مو کله يو ځاى کړل، نو بيا يې ښه حل کړئ او له هغې وروسته پرې غړغړې وکړئ.

دې سره به تاسو د خولې د بد بوي نه خلاصى ومومئ.