fbpx

پاکستان د کشمیر په اړه له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اګست ۲۰۱۹- پاکستان هند سره د کشمیر د کړکیچ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د معلوماتو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یو استولي لیک کې په کشمیر کې د هند وروستي اقدامات نړیوالې سولې ته ګواښ بللی او وايي دا پرېکړه په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره هواروي.

دا غوښتنه وروسته له هغې ده چې د هند حکومت د اګسټ په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د هندي کشمیر هغه خپلواکي ازادي پای ته رسوي چې د هندوستان د اساسي قانون له مخې دې سیمې ته ورکړل شوې وه.

دا مهال هند تر خپلې ولکې لاندې جمو کشمیر ته د یاد کړکیچ وروسته په زرګونه نور پوځیان لیږلي دي او په زرګونه هندي او بهرني سیلانیانو ته رسمآ ویلي چې یاده سیمه دې پرېږدي، تر څو په ازادانه ډول سره وجنګیږي

له دې څلور ورځې وړاندې د کشمیر څخه د خپلواکۍ اخیستلو په سر د پاکستان او هند ترمینځ د پیدا شوي کړکېچ له امله په اسلام اباد کې د هند سفارت ۱۳ ډپلوماتان د پاکستان څخه ووتل او هند ته ستانه شول.

د هند ډپلوماتان وروسته له هغې له پاکستانه ووتل کله چې د پاکستان ملي امنيت په یوې مهمه غونډه کې د هندي ډپلوماتانو او سفیر په تړاو وروستۍ پرېکړه وکړه او له هندي حکومته یې وغوښتل چې له پاکستانه دې خپل سفیر او ډپلوماتان وباسي

کشمبر هغه سیمه ده چې هند او پاکستان یې د ملکیت په سر تل شخړې کوي.دواړه هېوادونه په دې پوله پر یو او بل تل بریدونه کوي خو په (۲۰۰۳) کال کې دواړو لورو په لاین آف کنټرول پوله ډزبندي هم اعلان کړې ده.

د لاین اف کنټرول په سیمه کې داسې ورځ نه راځي چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه ونشي، بلکې په دې پوله تل د پاکستاني او هندي ځواکونو سربېره ترهګر هم پر یو بل بریدونه کوي

د هند حکومت په کشمیر کې په عامه ځایونو کې په غونډو بندیزونه لګولي، دغه راز یې ښوونځي هم رخصت کړي او پر ټیلیفوني شبکو او انټرنېټ باندې یې هم محدودیتونه لګولي دي.

کشمیر یوه مسلمان مېشته او ښکلې سیمه ده چې هند او پاکستان یې پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.

هلته دا مهال حالت ترینګلي دي او یوځل بیا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي ویره شته

Loading...