fbpx

د نغمې جهادي خپلوان پېژنئ؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اګست ۲۰۱۹ ـ سندرغاړې نغمې د خپل هنري سفر په ترڅ کې خپل هم مسلکی منګل د ژوند ملګری کړ، خو له ډېرو کلونو تېرېدو وروسته له نوموړي جلا شوه او له میر اغا محمدي سره یې واده وکړ.
میر اغا د جهادي رهبر مولوي محمد نبي محمدي زوی دی چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په شېخ خېلو کلي کې زېږېدلی دی. خپله مولوي محمد نبي د محمد ظاهر شاه د حکومت په مهال د ولسي جرګې غړی و او کله چې د خلقیانو او پرچمیانو حکومت په افغانستان کې واکمن شو، نوموړی له نورو ملایانو او اخوانیانو سره پېښور ته لاړ او هلته یې د افغان حکومت خلاف د جګړې اعلان کړ. د تنظیمونو له ډېرېدو سره مولوي محمد نبي هم خپل تنظیم جوړ کړ چې د حرکت انقلاب اسلامي نوم یې پرې کېښود.
حرکت انقلاب اسلامي چې ډېر ملایان په کې را ټول وو، ډېر طالبان هم د همدې ګوند له کروندې را ټوکېدلي دي. همدا ډول حرکت په جهادي ګوندونو کې له حزب اسلامي او جمیعت اسلامي وروسته مخکښ ګوند ګڼل کېده چې د افغانستان په مرکزي او جنوبي سیمو کې یې ډېر پلویان درلودل. که څه هم دا ګوند د کابل په جګړو کې شامل نه و، خو داسې قومندانان یې ډېر درلودل چې خلک یې له سیوري هم ډارېدل، د هغو له ډلې قاري بابا او مولوي نسیم اخندزاده یادولای شو چې د حرکتیانو په وینا ډېر مړي یې کړي دي.
د معلوماتو له مخې مولوي محمد نبي چې په شخصي ژوند کې یو نرم مزاجه ملا و، جهادي جهبو ته یې د خلکو په جذبولو کې ځانګړی مهارت درلود، خو خپل اولادونه یې تر پایه له جهادي لیکو لرې وساتل.
د مولوي محمد نبي محمدي له مرګ وروسته یې زامنو هغه څه وکړل چې د پلار نوم او احترام یې د خلکو له ذهنونو وایسته، مشر زوی یې احمد نبي محمدي چې د پلار ځای ناستی او نایب ټاکل شوی و، حرکت ګوند و نه ساته او سره له دې چې کرزي مرسته ورسره کوله، د نوموړي د هغه وخت له مخالف یونس قانوني څخه یې ملاتړ وکړ. احمد نبي چې ذهناً ګډوډ و او عصبي تکلیف یې درلود، په کمه موده کې ترې ډېر حرکتیان لاړل او د ګوند دفتر وتړل شو.
ورپسې موسی هوتک، مولوي قلم الدین او د حج او اوقافو اوسني وزیر مولوي عبدالحکیم منیب د دې ګوند د بیا رغوولو هڅه وکړه، که څه هم اوس یې دفترونه پرانیستي دي، خو د پخوا په څېر بیروبار پرې نشته.
د مولوي محمد نبي نوم هغه وخت په ځمکه ولګېد چې زوی یې له نغمې سره واده وکړ، په لومړي سر کې د ډېرو لپاره دا حیرانوونکې وه او هېچا نه منله چې داسې کار به شوی وي، خو د وخت په تېرېدو سره دا هر څه رښتیا ثابت شول چې د هغه جهادي رهبر زوی چې د نورو زامن یې جګړې ته هڅول، خپل زوی یې نغمه وکړه او د نورو افغانانو برعکس د عیش و نوش ژوند لري. البته د مولوي نبي زامنو د نوموړي په ژوند هم په اسلام اباد کې د عیاشۍ او بدماشۍ ژوند درلود، خو د پلار له مرګ وروسته یې نور کش هم ورکړ.
دا یوازې مجاهدین نه وو چې خپل زامن یې د جګړې له لیکو لرې ساتل او د نورو زامن یې د بلا خولې ته ورکړل، بلکې اوسني طالبان هم دغه لوبه کوي. د طالبانو د قطر دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزي اولادونه په دوبۍ او قطر کې زده کړې او کار کوي، خو دی له هغه ځایه د نورو اولادونه د جګړې کولو ته تشویقوي.
د یادونې وړ ده چې عباس ستانکزی هم یو وخت د مولوي محمدنبي د ګوند غړی و او دغه ډول د مولوي محمد نبي محمدي او عباس ستانکزي کلي (شېخ خېل او عباس کلاه) هم څنګ په څنګ سره پراته دي، نو په دې اساس مولوي محمد نبي محمدي د نغمې خسر، میراغا محمدي یې مېړه او شېرمحمد عباس ستانکزی یې هم په لېورونو کې کې راځي.
د نغمې دې جهادي خپلوانو هم پخوا ډېر خلک تر تېغ تېر کړل او هم اوس دا کار کوي، خو دوی یې ځکه په کیسه کې نه دي چې خپل اولادونه یې ښه د عیاشۍ ژوند لري او دا مېرات مړې جګړه یې د پردو په زامنو روانه کړې ده.
لیکوال: نعمت الله احمدزی

Loading...