fbpx

امنیت شورا: په زرمت ولسوالۍ کې پر ملکیان برید څېړل کېږي

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان ملي امنیت شورا د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه د هغو عملیاتو په اړه، چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې شوي وو چې په کې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي وو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

د ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ملي امنیت عمومي ریاست موظف شو، چې له خپلو ټولو هغو پوځي چارواکو جدي تحقیقات وکړي، چې په دې عملیاتو کې یې ونډه لرله.

امنیت شورا وایي، د تحقیقاتو په لړ کې به ګرم پېژندل شوي کسان ژر تر ژره ونیول شي او د قانون په رڼا کې به ورسره چلند وشي.

خبر پاڼه وړاندې لیکي ارګانونو ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست څخه غوښتنه شوی، چې په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونکړي.

یوازې دوه ورځې وړاندې د پکتيا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي وو چې د نهو تنو محصلینو او پوهنتون د استادانو په ګډون یې یوولس تنه ملکي وګړي ځای پر ځای او له محاکمې پرته په کې شهیدان کړي وو

بلخوا ملګرو ملتونو هم په پکتیا ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ۱۱ ملکیانو پر شهادت ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندنګۍ یا یوناما د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې «ملکیانو ته زیان رسول باید ودرول شي» او زیاتوي چې د اختر په ورځو کې د امنیتي ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات ترسره شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتیا ولایت ولايتي شورا یوشمېر مهمو غړو هم یاده پېښه تایید کړې او وایي چې په دې شپه ټول ۱۱ ملکیان شهیدان شوي دي په شهیدانو کې د پوهنتون محصلین او یو یې په کې د ښوونځي مدیر هم وو.

د یادولو ده د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان امنیتي او ګډو ځواکونو د پوځي عملیاتو په پایله کې ۱۳۹۷ تنه ملکیان ټپیان شوي چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه ډيروالی ښيي.

Your SEO optimized title page contents