fbpx

پاکستانۍ وزیره: پریانکا چوپړا باید د یونسېف د ښه نیت سفیره نه وي

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اګست ۲۰۱۹ ـ د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري غوښتنه کړې چې یونسېف دې د ښه نیت د سفیرې په توګه ټاکل شوې د هند سینما یا بالیووډ ستورې پریانکا چوپړا له دې افتخاري مقامه لرې کړي.
دا غوښتنه له هغه وروسته شوې چې پريانکا په خپل ټويټر کې د هند زنده باد ترڅنګ د هند پوځ هغه وخت تشویق کړی و، کله یې چې د پاکستان په بالاکوټ کې حمله وکړه او ګڼ ترهګر یې ووژل.
مزاري زیاتوي که چېرې یونسېف نوموړې لرې نه کړي، دا به په ځان د دې ادارې ملنډې وهل وي. نوموړې زیاتوي یونسېف اداره باید ډېر احتیاط وکړي چې څوک د یوه افتخاري مقام لپاره وټاکي.


پریانکا چوپړا چې د روان کال د فبروري میاشتې په ۲۶ د هند زنده باد پوسټ کړی و، خو بیا نندارۍ یې اوس ځکه پیل شوي چې یوې پاکستانۍ مېرمنې عایشه ملک هغه وېډیو خپره کړې ده چې د امریکا د لاس انجلس ښار په یوه پروګرام کې پریکانا چوپړا په دې تورنوي چې منافقت یې کړی او د هند پوځ یې د پاکستانیانو د وژلو لپاره هڅولی دی، سره له دې چې نوموړې د يونسېف د ښه نیت سفیره ده او دا کار یې باید نه وای کړی.
عایشې ملک د خپلو خبرو وېډیو په ټوېټر کې هم شریکه کړې چې ډېرو پاکستانیانو بدرګه کړې او د دې هېواد د بشري حقونو وزیرې هم دې بحث ته را دانګلي.


خو پريانکا چوپړا بیا په یاد پروګرام کې عایشه ملک ته په خطاب کې وویل:“زه سره له دې چې هندۍ یم، ډېر پاکستاني دوستان هم لرم، زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې شوقي نه یم، خو وطنپاله ضرور یم، زه له هغو کسانو بښنه غوام چې پرې ګرانه یم او له ما خفه شوي دي، خو هر څوک خپل ژوند لري او فکر لري، نو نجلۍ ته ډېرې چیغې مه وهه، موږ دلته د مینې په خاطر را ټول شوي یوو.”
د هند او پاکستان ترمنځ چې اوس لانجې ډېرې شوې دي، د حکومت ترڅنګ یې عام خلک هم په نړۍ والو سټېجونو داسې ښکاره کوي چې ګنې پاکستان مظلوم واقع شوی او ټول ظلمونه هند پر دوی کوي. د افغانستان په وړاندې هم پاکستانیان دغه پالیسي کاروي چې هم ترهګر رالېږي او هم پرې منکر دي.
د بالاکوټ له حملې وروسته د هند بل ستر ګام دا و چې د کشمیر ازادي یې له منځه یوړه او دا سیمه یې د خپل هېواد د قوانینو تابع کړه، خو پاکستانیان دې کار په غوسه کړي او اوس غواړي کشمیریان تشویق کړي چې د هند پر ضد را پاڅي او سرخوږی ورته جوړ کړي.

Loading...