fbpx

هند هغه هندي پیلوټ ته مډال ورکوي کوم چې پاکستان نیولی وو

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اګست ۲۰۱۹ – څو میاشتې وړاندې د پاکستان او هند ترمنځ د جنجال پر مهال د پاکستان په خاوره د هند یوه الوتکه وویشتل شوه، چې هغه مهال د هندۍ الوتکې له ویشتل کېدو وروسته د الوتکې پیلوټ ابهینندن د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پراشوټ په مرسته را کښته شو، او پاکستاني پوځیانو لخوا ونیول شو.

له همدغې پېښې څو ورځې وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان وکړ چې د سولې په خاطر او د ښه ګاونډیتوب په نیت دغه هندی پیلوټ ازادوي او بېرته یې هند ته سپاري، چې وروسته بیا په همدې ترتیب سره یې هندي پیلوټ ازاد کړ.

هغه وخت پاکستان د هند له لوري دغه برید پر خپل هوايي حریم تېری وباله، خو هندي چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان له لوري د دوی پر پوځي هدفونو بریدونه شوي وو، چې په هوايي جګړه کې د دوی ځواکونو یوه ایف ۱۶ ډوله پاکستانۍ الوتکه نسکوره کړه.

هندي پیلوټ ابهینندن ته د هند حکومت د زړورتوب مډال د پاکستانۍ الوتکې له ویشتلو وروسته د اتلولۍ پر بنسټ ورکوي،خو پاکستان د خپلې الوتکې ویشتل کېدو خبره څو ځله رد کړې.

له دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۴ مه نېټه په پاکستان کې مېشت جیش محمد وسله والې ډلې په کشمیر کې پر هندي ځواکونو برید کړی وو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۴۷ هندي پوځیان وژل شوي وو.

له دغې برید وروسته د هند او پاکستان اړیکي سختې خرابې شوې چې پر یو او بل یې هوایې بریدونه هم وکړ، هغه وخت هند ویلي وو چې د غچ اخیستلو په توګه یې په پاکستان کې د جیش محمد وسله والې ډلې تر (۲۵۰) پورې غړي وژلي دي.

Your SEO optimized title page contents