fbpx

محمود خان اڅکزی: پښتنو ته پر خپله خاوره د ژوند اجازه نه ورکول کېږي

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اګست ۲۰۱۹ – د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرون د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې په اوسني وخت کې پښتانه له سختو شرایطو او حالاتو سره مخ دي. د ده په خبره پر پښتنو ناخوالې او ظلمونه روان دي او پر خپله خاوره د ژوند اجازه نه ورکول کېږي.

محمود خان اڅکزي پر پښتنو یو ځل بیا غږ وکړ چې سره دې یو موټی، جرګه شي او له دې حالاتو د وتلو لپاره لاسونه سره ورکړي. نوموړي داهم وویل چې د غونډو او پرلتونو نوې لړۍ به پيلوي او په دې برخه کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ ملتیا کوي.

اڅکزي زیاتوي، د پاکستان حکومت په بېلو نومونو د پښتنو ځورونې ته ادامه ورکوي او پر دوی یې د ژوند کړۍ تنګه کړې ده او نه غواړي چې دلته پښتانه ارامه ژوند ولري یوازې او یوازې بدبختۍ جنګ یې پر پښتنو پیرزو دی.

له دې وړاندې پر یوې بله غونډه کې محمود خان اڅکزي ویلي وو، که چېرته پاکستانی پوځ په سیاسي چارو کې مداخلې ته دوام ورکړي، نو د یو هېواد په حیث به د پاکستان موجودیت هېڅ کومه معنا ونلري.

اڅکزي په هغې غونډه کې ویلي وو چې په یو هېواد کې دوه قانونه د منلو وړ نه دي، دا ځکه چې پښتانه او نور عام وګړي په یوې وړې غلطۍ وژل کېږي؛ خو پوځ چې څه کوي هغه منل کېږي. د ده پر وینا حکومت ځان لپاره نوی قانون جوړ کړی دی.

د یادولو ده چې پاکستاني ریاست په دې وروستیو کلونو کې د دې هېواد په مېشتو پښتنو سخت ظلمونه پیل کړي دي، چې د همدې ظلمونو د ختمولو په پار د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني ریاست پر وړاندې کلکه مبارزه پیل کړې او تېرو کړنو حساب کتاب ورسره کوي.

Your SEO optimized title page contents