fbpx

عمران خان: د مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اګست ۲۰۱۹ – د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون د خپلواکۍ پر مناسبت د نورو چارواکو په ملتیا د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته تللی وو او هلته یې کشمیریانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به د کورواکۍ لپاره په روانه مبارزه کې یوازې پرېنږدي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د هېواد د جوړېدو د درې اویایمې کلیزې په مناسبت په وینا کې هند ته د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هر ډول برید پر وړاندې خبرداری ورکړ.

عمران خان په کشمیر کې جوړې شوې غونډې ته وویل د نرېندرا مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکړي او هغه وخت رارسیدلی چې هند ته سم سبق ور وښايي.

له هند وروسته لومړي وزیر عمران خان هم ادعا وکړه چې د دوی پوځ مهم استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې هند د پاکستان تر ولکې لاندې په کشمیر برید کوي چې پاکستان یې بشپړ ځواب ته چمتو دی.

عمران خان داهم وویل چې د هند حکومت لخوا د هندي جمو کشمير په تړاو د نیمه خودمختارۍ حیثيت ختمولو پرېکړه یوه لويه ستراتیژیکه تېروتنه ده او دا به هند ته ډیره قېمته پرېوزي.

په ورته وخت کې پرون پاکستان هند سره د کشمیر د کړکیچ په اړه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یو استولي لیک کې په کشمیر کې د هند وروستي اقدامات نړیوالې سولې ته ګواښ بللی او وايي دا پرېکړه په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره هواروي.

دا غوښتنه وروسته له هغې شوې ده چې د هند حکومت د اګسټ پر پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د هندي کشمیر هغه خپلواکي ازادي پای ته رسوي چې د هندوستان د اساسي قانون له مخې دې سیمې ته ورکړل شوې وه.

دا مهال هند تر خپلې ولکې لاندې جمو کشمیر ته د یاد کړکیچ وروسته په زرګونه نور هم پوځیان لیږلي دي او په زرګونه هندي او بهرني سیلانیانو ته رسمآ ویلي چې یاده سیمه دې پرېږدي، تر څو په ازادانه ډول سره وجنګیږي

له دې څلور ورځې وړاندې د کشمیر څخه د خپلواکۍ اخیستلو په سر د پاکستان او هند ترمینځ د پیدا شوي کړکېچ له امله په اسلام اباد کې د هند سفارت ۱۳ ډپلوماتان هم د پاکستان څخه ووتل او هند ته ستانه شول.

د هند ډپلوماتان وروسته له هغې له پاکستانه ووتل کله چې د پاکستان ملي امنيت په یوې مهمه غونډه کې د هندي ډپلوماتانو او سفیر په تړاو وروستۍ پرېکړه وکړه او له هندي حکومته یې وغوښتل چې له پاکستانه دې خپل سفیر او ډپلوماتان وباسي.

د یادولو ده هلته دا مهال حالت ترینګلي دي او یوځل بیا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي ویره شته.

Your SEO optimized title page contents