fbpx

کرکټ بورډ اډرین مکنمن د لوبیز ارواپوه په توګه پر دنده ګمارلی

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اګست ۲۰۱۹ – نن د افغانستان کرکټ بورډ د افغان لوبغاړو د روحي پياوړتیا او د لوبې پر مهال د غوره دقت کولو په موخه د نیوزیلنډ هېواد ارواپوه اډرین ډېوېډ مکنمن په دنده ګمارلی دی.

افغان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه چاره به د لوبو پر مهال د لوبغاړو د رواني پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي او لوبغاړي به ذهنآ د لوبو پر مهال ارامه وي.

کرکټ بورډ وایي، اډرین د ارواه پوهنې په برخه کې د ماسټرۍ دوه سندونه او پراخه تجربه لري چې د لوبغاړو د ارواه پوهنې، فزیکي تعلیماتو او تدریس په ډګر کې مخکښ نوم لري او دغه راز د اسټرالیا د کوینزلنډ د ارواپوهنې د ډاکټرانو له ټولنې سره هم ثبت دی.

د معلوماتو له مخې د کرکټ ارواپوه ډاکټر د لوبغاړو د ذهني مهارت د پياوړي کولو، پر ځان باوري توب، پر لوبې تمرکز، پر ځان د کنټرول ساتلو او د لوبې د جذبې په برخه کې هم مهم رول ادا کوي.

د کرکټ بورډ اجراییه رئیس لطف الله ستانکزي وایي” د لوبغاړو د فزیکي پياوړتیا، غوره کړنو یا کارکردګۍ ترڅنګ د هغوی روحي پياوړتیا او پر ځان باوریتوب هم خورا اړین دی نو دغې اړتیا ته په پام سره یې اډرېین د ارواه پوه ډاکټر په توګه په دنده وګوماره.”

په ورته وخت کې اروا پوه ډاکټر اډرین ډېوېډ مکنمن هم ویلي” چې له هر افغان لوبغاړي سره د دوی وړتیا، پر ځان باوريتوب، ذهني پياوړتیا، کمزوريو، ښوونې او روزنې ته په پام سره به کار کړي.”

افغان کرکټ بورډ لیکي نوموړی به په اداره کې لومړی د دریو میاشتو ازموینیزې دورې لپاره کار وکړي، که چېرې یې شتون مثبت ثابت شو نو یو کلن قرارداد به ورکړل شي.

د یادولو ده اډرین له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا او زمبابوې له کرکټ بورډونو او د مالیزیا او راجستان د کرکټ له ټولنو سره د ارواه پوهنې د ډاکټر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

Loading...