fbpx

امنیتي چارواکي د زرمت پېښې څېړلو په موخه پکتیا ته تللي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ اګست ۲۰۱۹ – د ملي دفاع او کورنيو چارو سرپرست وزيران د نورو چارواکو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په ملتیا تېره ورځ د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ ته د وروستۍ بېښې څېړلو په موخه تللي دي.

څو ورځې وړاندې د پکتيا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي وو چې په پایله کې د نهو تنو محصلینو او پوهنتون د استادانو په ګډون یې یوولس تنه ملکي وګړي ځای پر ځای او له محاکمې پرته شهیدان کړي وو.

د همدې پېښې د څېړلو په موخه نن امنیتي چارواکو د ۲۰۳ تندر قول اردو په قرارګاه کې د دې ولایت له والي شمیم خان کټوازي، د پکتیکا له والي مجیب الرحمن څمکني او یو شمېر نورو امنيتي مسؤلینو سره ليدلي دي.

چارواکو په دغه ليدنه کې د سوېل ختیځ زون د امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ په زرمت ولسوالۍ د ملکي وګړو د وژنې په اړه پر شویو ادعاوو هم هر اړخیز بحث کړی او د دغې پېښې په اړه يې یو پلاوی ګمارلی دی، چې خپلې موندنې له اړونده چارواکو سره شریکې کړي.

پرون ملي امنیت شورا د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست څخه غوښتنه کړې وه چې په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونکړي.

امنیت شورا وایي، د تحقیقاتو په لړ کې به ګرم پېژندل شوي کسان ژر تر ژره ونیول شي او د قانون په رڼا کې به ورسره چلند وشي.

بلخوا ملګرو ملتونو هم په پکتیا ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ۱۱ ملکیانو پر شهادت ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

د یادولو ده د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان امنیتي او ګډو ځواکونو د پوځي عملیاتو په پایله کې ۱۳۹۷ تنه ملکیان ټپیان شوي چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه ډيروالی ښيي.

Your SEO optimized title page contents