fbpx

نن د افغان حاجیانو د راستنېدو لړۍ پیلېږي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي،. په پام کې ده چې نن د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه له سعودي عربستان څخه کابل ته راستنه شي.

یاد وزارت وایي، سږ کال شااوخوا نږدې دېرش زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته د حج ادا کولو لپاره تللي دي
چې په دې کې۱۳ تنه افغان حاجیانو د حج مراسمو د ادا کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سږ کال ۲۶ زره افغان حاجیان په خپلو پیسو د ازادې پچې اچونې له لارې حج ته تللي دي، خو شاوخوا شپږ زره نور یې په دولتي سهمیه کې حج ته استول شوي دي.

د حج و اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال له یوه حاجي څخه ۲۷۰۰ ډالر د حج مصرف واخیستل شو، خو له دې کبله چې اهل تشیع حاجیان متفاوت او جلا خدمات غواړي نو له هغوی څخه ۵۰ ډالر زیات اخیستل شوي دي.

یاد وزارت وایي، چې سږ کال د افغانستان پر ټولو حاجیانو ۸۳ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی، دغه راز سږ کال په ۳۰ زره حاجیانو سربېره د حاجیانو د هرې ۴۵ کسیزې ډلګۍ لپاره یو ښوونکی او ناظم هم مقرر شوی وو چې د ټولو شمېر ۶۸۰ کسانو ته رسېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت همدا راز زیاتوي، چې د د دوی او حکومتي ادارو تر منځ د پیاوړې همغږۍ له امله د ۱۳۹۸ کال د حاجیانو ملي پروسه، په بریالیتوب سره تر سره شوه.

د یادولو ده سږ کال افغانستان ته د حج سهمیه ۳۰ زره، پاکستان ته ۱۸۰ زره، هند ته ۱۷۰ زره، بنګله دېش ته ۱۲۰ زره او ایران ته ۷۵ زره کسانو سهم ورکول شوی دی.

Loading...