fbpx

د هندي ځواکونو زبردست برید درې پاکستاني پوځيان هلاک کړل

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ اګست ۲۰۱۹ یو شمېر پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته کې درې پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر
په موضوع د وروستي کړکیچ په تړاو د خلکو پام بل لور ته اړولو په موخه دغه برید شوی دی.

په ورته وخت کې پاکستاني پوځ ویلي، چې په ځوابي برید کې پنځه هندي پوځیان وژلي دي او یو شمېر نور ټپیان دي، خو هندي چارواکو د پاکستان دغه ادعا رد کړې چې ګواکې په ځوابي برید کې دې هندي پوځیان وژل شوي دي.

په پاکستاني ځواکونو دا برید وروسته له هغې ترسره شو کله چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د کشمیر د ځانگړي حیثیت ختم کړ او د یو عادي ایالت په توګه یې اعلان کړ.

دا مهال هند تر خپلې ولکې لاندې جمو کشمیر ته د یاد کړکیچ وروسته په زرګونه نور پوځیان هم لیږلي دي او د احتمالي برید له ویرې یې په زرګونه هندي او بهرني سیلانیانو ته رسمآ ویلي چې یاده سیمه دې پرېږدي، تر څو په ازادانه ډول سره وجنګیږي.

کشمیر یوه مسلمان مېشته او ښکلې سیمه ده چې هند او پاکستان یې پر سر دوه ځله جګړه کړې ده او لاهم دوی په لاین اف کنټرول کرښه له یو بل سره جګړې کوي.

هلته دا مهال حالت ترینګلي دي او یوځل بیا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي ویره شته.