fbpx

د لوګر چارواکي: په عملیاتو کې یې طالبانو ته تلفات اړولي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ اګست ۲۰۱۹ ـ په لوګر کې ځايي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د افغان ګډو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ۱۲ تنه طالب وسله وال وژل شوي او يو شمير مهم پټنځايونه يي له منځه تللي دي.
په هغه اعلامیه کې چې د لوګر امنیه قومندانۍ خپره کړې ده، راغلي چې افغان امنيتي ځواکونو د ځمکني او هوايي عملياتو په ترڅ کې تېره ورځ د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ اړوند پتنګ کلي کې د وسله والو طالبانو په پټنځايونو باندى خپل چاڼيز او يرغليز بريدونه تر سره کړل چى د دې بريدونو په ترڅ کى ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ په دې عملياتو کى د طالب وسله والو هغه ۶۰ کړۍ د وسايطو ضد او د نورو چاودېدونکو توکو يوه ذخيره هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوې ده او ورسره د وسله والو يو عراده تونس ډوله موټر هم له منځه تللى دى.
د لوګر چارواکي وايي، په تېرو دریو اونيو کى افغان امنيتى ځواکونو په لوګر ولايت کى خپل تهاجمى حملو ته زور ورکړی او ګڼ شمير وسله وال طالبان یې وژلي دي.
د معلوماتو له مخې همدا اوس هم د لوګر د مرکز اړوند په پادخواب شانې، خوښۍ او برکی برکي ولسوالیو کې عملیات روان دي چې چارواکي وايي، په اړه به یې معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
په لوګر کې یوه امنیتي مسوول وايي چې عمليات ښه په درز کى روان دي او په لوګر کې یې طالبان له پښو غورځولي دي، د نوموړي په وینا طالبان اوس د مخامخ جګړې وس او توان نه لري او د دوی جنګى ماشين يي په بشپړ ډول له منځه وړى دی.
د نوموړي په وینا تر هغو به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي چې لوګر له طالبانو څخه پاک کړي. د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د دوبندي سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د عملیاتو له پیلېدو سره طالبان د دوی په سیمه کې کم شوې دي او قومندانو هم طالبانو ته سپارښتنه کړې ده چې وسلې دې له ځان سره نه ګرځوي او نورو سیمو ته دې لاړ شي.
د برکي برک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله بیا وايي چې له څرخ ولسوالۍ څخه رانیولې تر سجاوند، سپېڅ، خوښۍ او پادخواب شانې پورې سخت عملیات روان دي چې په کې ډېر تلفات هم طالبانو ته اوښتي دي.
په لوګر کې د حکومتي عملیاتو په ترڅ کې څو ورځې مخکې د طالبانو یو مهم قومندان ملا نقیب الله هم ووژل شو، خو تر اوسه طالبانو په لوګر کې دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

Loading...