fbpx

شاه امان الله خان څنګه خپلواکي ترلاسه کړه؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ اګست ۲۰۱۹ ـ سږ کال د زمري میاشتې ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کلیزې سره برابر ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني په دستور په شانداره ډول نمانځل کېږي.

استقلال هغه قیمتي ګوهر دی چې زموږ خلکو د وینو په بدل کې ترلاسه کړ، ځکه یې ارزښت هم ډېر دی. زموږ په هېواد کې له تنظیمي جګړو مخکې استقلال د یوه ملي جشن په توګه یوه اوونۍ نمانځل کېده او خلکو یې په خوشالیو هرکلی کاوه، خو د سردار محمد داود خان د جمهوري حکومت له سقوط وروسته د خپلواکۍ نمانځلو دود پیکه شو او د کرزي د حکومت په مهال یې هم د نمانځلو خوند نه و.

د افغانستان په خپلواکۍ پورې د شاه غازي امان خان نوم تړلی دی چې هر وطنپرسته او باوجدانه افغان چې د افغانستان خپلواکي محترمه ګڼي، ازادي غوښتونکی رهبر شاه امان الله خان ته هم درناوی لري.

په دې کې شک نشته که امان الله خان د انګرېزانو خلاف پاڅون نه وای کړی او د خپل پلار په څېر یې له هغوی سره غاړې وړې وای، شاید تر مرګه د افغانستان پادشاه پاتې شوی وای او تر هغو چې انګریزانو نه وای غوښتي، هېڅوک به هم د ده پر ضد را پاڅېدلي نه وای، خو دا چې نوموړی په ازادۍ مئین و او د خپلو خلکو او وطن سیاسي خپلواکي یې غوښته، خپله پادشاهي او تخت و تاج د استقلال په لاره کې کېښودل.

شاه امان الله په لومړني ګام کې د ۱۹۱۹ کال د فبروري په ۲۴مه د کابل په مرادخاني میدان کې کابل ښاریانو ته د افغانستان د عامې تامې ازادۍ خبره وکړه او خپل حکومت یې د کامل استقلال د تر لاسه کولو په خاطر تیار کړ، نوموړي په همدې ناسته کې وویل:

“زما ګرانه ملته! زه د عسکرۍ  دا لباس تر هغو له ځانه نه باسم چې خپلې مور وطن ته د استقلال جامې ور په تن کړم. زه دا توره په خپل پوښ کې نه ږدم، ترڅو چې د خپل ملت د  حقونو غاصبان په خپل ځای کې کېننوم. اې زما ګرانه ملته او زما فداکارو سرتېرو! خپله وروستۍ هستي د وطن د ژغورولو لپاره راوړئ او راشئ چې خپل له غیرته ډک سرونه د خپل وطن د خپلواکۍ لپاره قربان کړو.” (سراج التواریخ،۴ جلد، دریمه برخه، ۶۶۷ پاڼه)

د ازادي غوښتونکي پادشاه دا خبرې د کابل ښاریانو لخوا د الله اکبر او زنده باد شاه امان الله خان په نارو سره بدرګه شوې. د پادشاه کلک عزم او ارادې او د ملت په ملاتړ افغانستان خپله سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه.

شاه امان الله خان له هغه وروسته چې د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه یې یې په راولپنډۍ کې د سولې معاهده لاسلیک کړه، د زرنګار پارک په زرافشان ماڼۍ کې یې د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه او خلکو ته یې وویل:

“اې زما مصمم ملته!

ستاسې به په یاد وي چې ما د خپل سلطنت په پیل کې ستاسې د پادشاهۍ تاج د ازادۍ د داخلي او بهرنۍ خپلواکي په خاطر په سر کړ، زه د خدای پاک شکر ادا کوم چې نن خپل هدف ته ورسېدم او نن ورځ د ترکيې، جرمني، برټانیې، روسیې، اتریش او بخارا حکومتونو زموږ کامله خپلواکي په رسمیت وپېژندله، زه د دې بریا مبارکي تاسې ټولو ته درکوم.”

شاه د خپلو خبرو په ادامې وویل، اې زما ملته! د خدای او وطن لپاره د علم په برخه کې هڅې وکړئ، ځکه یوازې د علم لاره ده چې موږ یې په سبب دنیوي او اخروي کامیابي ترلاسه کولای شو، ځکه یو بې علمه سړی نه شي کولای خدای پاک وپېژني.

له هغه وروسته امان الله خان په ټول افغانستان کې د ښوونځیو جوړول پیل کړل او له خلکو یې وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي.

لیکوال: اعظم سیستاني

ژباړه: نسیم بهرام

Your SEO optimized title page contents