fbpx

کابل کې د ۱۴۰ جوړو د واده ډله ییز مراسم ترسره شول

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ اګست ۲۰۱۹ نن جمعه په پلازمېنه کابل کې د لومړي ځل لپاره د هغه ۱۴۰ پېغلو او ځوانانو ډله ییز ودونه ترسره شول کومو چې د ولور ورکولو توان نه درلود.

دغو ۱۴۰ جوړو کلونه وړاندې د خپل ژوند انتخابونه کړي وو، خو د ولور نه شتون او یاهم د ډیر ولور له امله په کې د ډیری ځوانانو او پېغلو ودونه ځنډ شوي وو.

د دې ۱۴۰ تنو جوړو ډله ییز ودونه په کابل کې یو خیریه بنسټ ترسره کړل دغه جوړې وایي، چې د دې ډله ییز واده موخه د بې وزله ځوانانو لاس نیوی او د ناوړه ودونو پر ضد مبارزه ده، او زیاتوي چې دوی هم د اقتصادي ناتوانۍ له امله خپل مراسم په دله ‎ییزه توګه ترسره کړل.

د دغو جوړو کورنۍ د لوړو ولورونو او د ودونو ناوړه دودونه په هېواد کي د ځوانانو لپاره لویه ستونزه بولي او ټینګار کوي چې، اولادونه یې نه باید د ناوړه دودونو او بې ځایه لګښت له وجې له واده کولو محروم پاتې نه شي.

ددغه بنسټ مسوولین هم وایي له دې کار څخه یې موخه د بې وزله ځوانانو لاس نیوی او زیاتوي چې د لوړو ولورونو او د ودونو ناوړه رواجونه هغه ستونزې دي چي له امله یې ډېری وختونه د ځوانانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

دغه ځوانان وایې د ولور د ورکولو توان یې نه درلود ځوځل له هېواد بهر تګ ته هم اړشوي دي، خو بیایې هم ټاکل شوی ولور په ټول توان نه دی پوره کړی.

دوی له دغې خیریه بنسټ څخه مننه کړې چې د دوی د مالي ستونزو ته په کتو یې د هرې جوړې ولور غوڅ کړی او دغه راز یې د واده مېلمستیا هم چمتو کړې وه.

په ټوله کې خیریه بنسټونه په افغانستان کې په زیاته اندازه خیریه کارونه کوي، خو په دې وروستیو کې د دې بنسټونو مسوولینو پام د ولور ستونزو او ډله ییز ودونو ته اوښتی دی، اوس غواړي یو شمېر بې وزله کسان پیدا او ورته ډله ییز ودونه وکړي.

د یادولو ده له دې وړاندې په غزني کې د ۴۰ جوړو او په بامیانو ولایت کې بیا د لومړي ځل لپاره ۳۷ جوړو ډله ییز ودونه وکړل چې په هغې کې هم د ناوې او زوم کورنیو نږدې هېڅ لګښت ونه کړ.

Your SEO optimized title page contents