fbpx

په کوټه کې یوې بمي چاودنې د ملا هبت الله ورور وژلی

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ اګست ۲۰۱۹ – نن ماسپښين د کوټې د کچلاغ په وزير اباد سيمه کې دغه چاودنه د يوې مدرسې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چې په پایله کې لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

یو شمېر سرچیني وایي، په نننۍ چاودنه کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله ورور حاجي حافظ هم وژل شوى دی.

ځينې سرچينې بیا وايې، په چاودنه کې د حاجي حافظ ترڅنګ د طالبانو د ډلې نور مهم مشران هم يا وژل شوي او ياهم ژوبل دي چې دا مهال د کويټې ملکي او پوځي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ویل کیږی پخوا ملا هبت الله اخند هم ددې مدرسې امام و، خو اوس یې ورور ملا احمدالله دا دنده په غاړه درلوده
چې خپل ژوند یې هم په کې بایلوده.

په کویټه کې د پولیسو یو مشر ویلي چې ښایي دا ریموټ.کنترول بم وو چې په جومات کې دننه ځای پر ځای شوی و او چاودنه ورکړل شوی وه.

تر دې دمه د دغې چاودنې مسولیت لاهم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو له دې وړاندې په بلوچستان کې د ډیری پېښو مسوولیت د بلوچستان بیلتون غوښتونکې ډلې په غاړه منلی دی.