fbpx

امنیت شورا د کشمیر پر لانجمنې سیمې مشورتي غونډه کړې

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ اګست ۲۰۱۹ – د پاکستان له غوښتنې دوه ورځې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پر وضعیت د غور لپاره لومړنۍ مشورتي غونډه کړې.

رویټرز خبري اژانس په یو تازه راپور کې لیکلي چې د تړلو دروازو تر شا له غونډې وروسته ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې کشمیر کې وضعیت خطرناک دی او د امنیت شورا غړي په عمومي ډول داسې فکر کوي چې هند او پاکستان دواړه باید په یو اړخیز ډول کشمیر کې له اقدام کولو ډډه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د هند یوه استازي ویلي، چې د خپل اساسي قانون د ۳۷۰ مادې لرې کول یې کورنۍ موضوع ده او په دې کې پاکستان هیڅ ډول کار نه شي درلودی.

د هند استازي داهم ویلي چې هند تر خپل کنټرول لاندې د کشمیر ټولو هوکړو ته پوره ژمن دی.، نوموړی زیاتوي دا باید هند او پاکستان ترمنځ په خپل منځي توګه حل شي.

بلخوا پاکستان د امنیت شورا د غونډې هر کلی کړی دی او وایي، چې دغه غونډه د هند هغه ادعا ردوي چې ګواکې کشمیر د هند کورنۍ موضوع ده.

پاکستان له دې وړاندې د اګست پر ۱۴ مه نېټه هند سره د کشمیر د کړکیچ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې، خو اوس یې لومړنۍ مشورتي غونډه ترسره شوه.

د غونډې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو استولي لیک کې په کشمیر کې د هند وروستي اقدامات نړیوالې سولې ته ګواښ بللی وو او په دې لیک کې لیکلي وو چې دا پرېکړه په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره هواروي.

د یادولو ده د کشمیر څخه د خپلواکۍ اخیستلو په سر د پاکستان او هند ترمینځ د پیدا شوي کړکېچ له امله په اسلام اباد کې د هند سفارت ۱۳ ډپلوماتان د پاکستان څخه وتلي او هند ته ستانه شوي دی.