fbpx

ننګرهار کې د خپلواکۍ جام سیالۍ پای ته ورسېدې

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ اګست ۲۰۱۹- په ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د خبريالانو او مدنې ټولنې د څلورو لوبډلو ترمیځ د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د کرکټ لس اوريزه سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د ورزشي خبريالانو لوبډله چې د بیلابیلو رسنیو استازو څخه جوړه شوې وه، ورسره په ننګرهار کې ارزښت راډیو، د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون او ابتکار مدنې ټولنه چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په استازولۍ وه ولوبېدلې.

د ا ټورنمنټ د سراج العمارت بڼ ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې د اترا ادارې په مالي ملاتړ او د ابتکار مدني ټولنې په نوښت په لاره اچول شوې وې چې پایلوبه یې ابتکار مدني ټولنې له ملي راډیو ټلویزیون څخه وګټله او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالي د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې وې چې په لومړنۍ لوبه کې د ملي راډیو ټلویزیون لوبډلې ارزښت راډیو ته ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیداکړه.

په دوهمه غرمنۍ لوبه کې د ورزشي خبریالانو لوبډلې له ابتکار مدني ټولنې څخه ماتې ومنله چې په دې سره ابتکار لوبډلې هم د لومړۍ سیالۍ په ګټلو سره د ملي راډیو ټلویزیون سره پایلوبې ته ووتله.

د سیالیو په دوهمه ورځ د دریم مقام لپاره په لوبه کې ارزښت راډیو او د ورزشي خبریالانو لوبډله د سیالۍ ډګر ته ووتله، چې په دې کې ورزشي خبریالانو لوبډلې ارزښت راډیو ته ستره ماته ورکړه او د دې سیالیو دریم مقام یې خپل کړ.

پرون جمعه د غرمې پر مهال د دې سیالیو په پایلوبه کې د ملي راډیو ټلویزیون لوبډله د ابتکار مدني ټولنې پر وړاندې پایلوبه ترسره کړه چې په دې سیالۍ کې ابتکار لوبډلې د ۸۵ منډو په توپیر سره ملي راډیو ټلویزیون ته ماته ورکړه او د سیالیو اتلولي وګټله.

د دې سیالۍ لیدلو لپاره کرکټ لوبغال ته د ننګرهار ولایت مرستیال والي تمیم عارف مومند، د ننګرهار د بشري منابعو رئیس احمد ضیاء عبدالزی، د ننګرهار د کرکټ مسئول حاجي طیب اخوندزاده، د ختیځ زون د کرکټ بورډ اداري مدیر حاجي ولی الله زهیر هم راغلي وو.

د اترا ادارې تخنیکي متخصص مطیع الله خروټي دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د مینې او محبت یوه وسیله وګڼله او وې ویل چې په راتلونکې به هم همدغه سې سیالۍ په لاره واچوي.

د ابتکار مدني ټولنې مشر رفيع الله صميم وايي له يادو سياليو يې موخه هيوادوالو ته د ازادۍ فکر ورکول وو.

د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، په ننګرهار کې به د تېرو کلونو په پرتله د خپلواکۍ کليزه په شانداره مراسمو ولمانځي.

په ټورنمنټ کې د ډیرو منډو جوړونکی، د نیمه سلیزې جوړونکی، د ۱۲ شپږیزو وهوونکی، د غوره فیلډینګ او ورسره د لیګ غوره لوبغاړی د ورزشي خبریالانو د لوبډلې کمکی ځوان لوبغاړی حزب الله درانی وټاکل شو.

حزب الله دراني ته د سیالیو د پای په مراسمو کې بیلابیلې جایزې هم ورکړل شوې او د نوموړي استعداد ټولو مسوولینو وستایه .

د حزب الله ترڅنګ د ابتکار مدني ټولنې لوبډلې ځوان توپ اچوونکی شریف الله د ټول ټورنمنټ غوره بالر اعلان شو، هغه په دوه لوبو کې ۶ لوبغاړب سوځولي وو.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې ځوان خبریال احسان ساپي د کرکټ بورډ له مسوولینو وغوښتل چې په دې ټورنمنټ کې دوو ځوانو ځلیدلو لوبغاړو شریف الله او حزب الله ته دې په راتلونکو ټرایلونو او سیالیو کې چانس ورکړي، تر څو د افغانستان نوم په نړۍ کې وځلوي.