fbpx

د شاه امان الله خان درې ستر ارمانونه

خبریال وېبپاڼه/ ۱۷ اګست ۲۰۱۹ ـ شاه امان الله خان درې ستر ارمانونه درلودل چې هغه د ښوونځیو جوړول او د خلکو پوهول، د ملي یوالي رامنځ ته کول او د قانون تطبیق وو.
شاه امان خان د ازادۍ له اخیستلو وروسته ملت ته په وینا کې وویل:” اې زما ملته! د خدای او وطن لپاره د علم په برخه کې هڅې وکړئ، ځکه یوازې د علم لاره ده چې موږ یې په سبب دنیوي او اخروي کامیابي ترلاسه کولای شو، ځکه یو بې علمه سړی نه شي کولای خدای پاک وپېژني.”
له هغه وروسته امان الله خان په ټول افغانستان کې د ښوونځیو جوړول پیل کړل او له خلکو یې وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي.
شاه امان الله خان او مشروطه غوښتونکو یارانو یې د خپلواکۍ له اخیستلو وروسته د وروسته پاتې والي له پړاوه د تېرېدو او په هېواد کې د ټولنیزو بدلونونو د راوستلو په خاطر یو لړ اصلاحات پيل کړل چې پیل یې له ملي یووالي څخه و. شاه له ټولو مسایلو مخکې ملي یووالي ته ارزښت ورکاوه او په ډېرې هوښیارۍ یې هڅه کوله چې افغانانو ته د مساوي حقونو په ورکولو سره ملي یووالی رامنځ ته کړي.
د ټولنیزو اصلاحاتو په لړ کې د اماني دولت یو مهم کار د اساسي قانون طرح او تصویبول و چې د ۱۳۰۱ لمریز کال کې د جلال اباد په لویه جرګه کې د شاه امان الله په مشرۍ تصویب شو او په لومړي ځل افغانستان په خپل ۵۰۰۰ کلن تاریخ کې د یوه داسې اساسي قانون څښتن شو چې انساني حقوقو ته په کې درناوی شوی و.
د اساسي قانون د عمومي حقونو په فصل کې د برابرۍ او شخصي ازادۍ په اصولو، د مطبوعاتو په ازادۍ، د شغل په ازادۍ او همدا ډول په ځینو نورو انساني حقونو ټینګار شوی و او د اسارت، غلامۍ او شکنجې د ختمولو خبره یې کړې وه.
د امان الله خان د اساسي قانون په ۱۶ ماده کې راځي چې: « د افغانستان ټول وګړي د شرېعت او دولتي قوانینو له مخې له مساوي حقونو او وجایبو څخه برخمن دي.»
د اساسي قانون ۱۱ ماده حکم کوي چې: « په افغانستان کې د اسارت او غلامۍ اصول باکل موقوف دي.» د همدې ماده په حکم د ۷۰ په شاوخوا کې هزاره غلامان او مینځې د خپلو اربابانو له کورونو راووتل، په همدې خاطر د نورو قومونو په پرتله هزاره ګانو ‌ډېر کله د شاه امان الله دفاع ته را ودانګل او ځکه خو بیا وروسته سقوي رژیم وځپل هم.
د ډنمارکي څېړونکي استا اولس په وینا، د امان الله خان د دورې په اساسي قانون کې د ټولو خلکو حقونو هغسې واضېح شوي و، لکه په لېبرالو غربي ټولنو کې چې وو. دا اساسي قانون په افغاني ټولنه کې یو انقلاب و چې هم یې د افغانانو حقوق څرګند کړل او هم یې د دولتي دستګاه د تنظیم او د پادشاه د اقتدار د کمولو او قانون ته د تابع کولو وړتیا درلوده.
تاریخ لیکونکی غلا محمد غبار شاهدي ورکوي چې د اساسي قانون مواد عملي کېدل او دروغ، ریا او چل په کې نه و. سره له ده چې د شعیه ګانو مذهبي مراسم عملاً ازاد شول، د کندهار، غزني او ننګرهار ولایتونو د مشورې په مجالسو کې هم د هندوانو یو یو استازی وټاکل شو او په ادارې چارو کې یې برخه اخیسته، د هندوانو ماشومان او ځوانان په ملکي او نظامي ښوونیزو مرکزونو ومنل شول او نور د قوم، ژبې او دین په نوم تعبیض موجود نه و. شاه امان الله همدا ډول د محمدزیو مشرانو او نورو روحانیونو ته د امتیازاتو ورکول لغوه کړل او دا کار یې ځکه وکړ چې ټول ملت یو ډول حقونه لري.
شاه امان الله خان چې د ملي یووالي په ارزښت پوهېده، د کندهار په سفر کې یې د جمعې د لمانځه له خطبې وروسته په همدې اړه وویل:
“هر کس چې په افغانستان کې ژوند کوي، بې له استثنا افغان بلل کېږي، نو د دُراني، غلجي او اڅکزي ویل، څه معنی لري؟ موږ ټول انسانان او مسلمانان یوو، باید ملي یووالی ولرو او د بهرنیو دښمنانو په وړاندې یو موټی شو، ما ته د حقونو په لحاظ ټول هغه کسان برابر دي چې په افغانستان کې ژوند کوي.”
کله چې امان الله خان سلطنت پرېښود او له کابل څخه کندهار ته روان شو، ډېرو قومونو امان الله خان ته د مرستې ډاډ ورکړ او ورته وې وېل چې بېرته کابل ته لاړ شي او سلطنت ونیسي، خو امان الله خان چې نه غوښتل د خپلو وطنوالو وینې یې تویې شي، د افغانانو د خپل منځي جنګړو د مخنیوي په خاطر یې وطن پرېښود.
د یوه سیاسي رهبر لپاره هغه که شاه وي، که امیر وي او که ولسمشر وي، تر دې بل غټ ویاړ نشته چې کله له واکه لرې کېږي، عام خلک یې خپله دفاع ته را دانګي او د اقتدار د بیا تر لاسه کولو په خاطر د مرستې غږ پرې کوي، هغه چا چې دا ویاړ ګټلی، یو هم شاه امان الله خان و.
لیکوال: اعظم سیستاني
ژباړن: نسیم بهرام